لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو اس اې جي ام د طالبانو لخوا د مینه پال وژل غندلي دي


واشنګټن - په افغانستان کې د طالبانو لخوا د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دوا خان مینه پال له وژل کېدو څو ساعته وروسته، د نړیوالې رسنۍ لپاره د امریکايي ادارې (USAGM) مرستیالې مشرې کیلو چاو په افغانستان کې د زیاتېدونکي خطرناک وضعیت په اړه خبرې وکړې او وغوښتل چې په خبریالانو او رسنیو دې بریدونه ودرول شي.

مینه پال له ازادۍ راډیو سره له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کاله پورې کار کړی وو.‌ هغه ته په ۲۰۱۰ کال کې د ادارې لخوا د هغه د غوره جرات او ژورنالیزم له امله د ډیوېډ برک ایوارډ هم ورکړل شوی وو.

کیلو چاو لیکلي، "په افغانستان کې د خبریالانو او ازادې رسنۍ په وړاندې تاوتریخوالی د غندلو وړ دی." هغې زیاته کړې، "مونږ د ازادۍ راډیو پر خپل همکار او د افغانستان په خلکو باندې غمرازي ښکاره کوو څوک چې هره ورځ د حقایقو لاس رسي ته چې په بیړه بدلېدونکي دي اړتیا لري."

مینه پال په ۲۰۰۸ کال کې د راپور ورکولو پر وخت د طالبانو لخوا تښتول شوی وو او د دریو ورځو لپاره له هغوی سره برمته وو.

دی وروسته د سیمې د قومي مشرانو په غوښتنه چې دده خبریالي یې مسلکي او بې پرې ګڼله په غوښتنه او اعتراض خوشې کړای شو.

یو کال وروسته په کندهار کې له یوې چاودنې څخه د خبر ورکول پر وخت د پولیسو لخوا سخت ووهل شو.

د امریکا غږ اشنا، ازادي، ډیوې او مشال څانګو لخوا هره اونۍ شاخوا لس نیم میلیونه بالغو کسانو ته غیر سانسور شوي او باوري خبرونه او راپورونه رسوي.

د تېر کال په نومبر کې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په یوې هدفي چاودنه کې ووژل شو. داعي ۳۳ کلن وو.

کیلو چاو د خپلو خبرو په دوام لیکلي، "په افغانستان کې د چلنجونو د زیاتېدو سره سره مونږ ژمن یو چې خپل خبریالان خوندي وساتو او خپل اورېدونکو ته خبر ورسوو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG