د افغانستان په جنوب لويديځ کې پروت ولايت نيمروز مرکز ته طالبان ته داخل شوي دي، نیمروز د ايران سره پوله لري.
د نیمروز د ګورنر مرستيال وي او اې ته ويلي چې طالبانو د نيمرزو د مرکزي ښار زرنج د ولايت مقام نيولی دی.
ویل شوي په ښار کې پولیسو د یو ساعت پورې د طالبانو سره جګړه کړې ده.
طلوع نيوز ویلي طالبانو د جمعې په ورځ د نيمروز مرکز زرنج نیولی دی، او طالبانو د زيارت/ پنجشنبې په شپه په نيمروز بريد کړی وو.
راپورونه وايي طالبانو په کانک ولسوالۍ کې 30 سرتيري هم په بې دردۍ وژلي دي.
رويټرز خبري ادارې هم د زرنج د طالبانو لاسو ته لوېدو خبر ورکړی دی.
رويټرز د نيمروز د پوليسو د وياند د خلې ويلي زرنج ښار د طالبانو لاسو ته لوېدلی دی.
ويل کيږي که د زرنج ښار د طالبانو لاسو ته لوېدلی وي دا به د کوم ولايت لمړی مرکز وي چې طالبانو ونيولو.
طالبانو د زرنج نيولو دعوه کړې او د حکومت لخوا په دغه اړه کوم رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی.
په افغانستان کې طالبانو په داسې وخت کې بريدونو ته زور ورکړی چې امریکايي او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي.
خو په دوېم اګست ولسمشر اشرف غني ويلي وو، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به هیواد کې د فتنې روانه څپه ختمه، استقرار به رامنځ ته شي او ترهګر به سخته ماتې وخوري "په دې کې هم شک نشته چې ددې پلان مهم عناصر زمونږ د امنیتي او د فاعي ځواکونو ترڅنګ د خلکو متحرک کول دي او د دې پلان تطبیق لپاره د امریکا په مشرۍ د خپلو متحدینو منظم ملاتړ لرو".