لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډيورنډ دواړو غاړو ته پښتانه فعالين او مشران وژل او وېرول کېږي


واشنګټن ـــ د افغانستان د مطبوعاتي څانګې د مشر او پخواني حکومتي وياند دوا خان مينه پال په کابل کې هدفي وژنه تازه پېښه ده خو د ډيورنډ د لانجمنې کرښې دواړو خواو ته د حکومت پلوه افغانانو او د پاکستان د افغان پاليسۍ ناقدين پښتانه فعالين او قامپاله مشران په دومداره توګه وېرول کېږي، تښتول کېږي او يا وژل کېږي.

طالبانو د مينه پال د وژنې چې د جمعې مونځ ته تلی و په لاره کې په ډزو د وژلو ذمه واري منلې ده.

د طالبانو د ميډيا او ازادو رسنيو سره د سلوک په اړه ښاغلي مينه پال دا اوونۍ د ډيوه خبريال رحمان بونيري سره په يوه مرکه کې ويلي وو:

“طالبان يواځې دا نه چې د حاکميت پر مهال باندې د بيان د ازادۍ او ازادو مطبوعاتو د دښمنۍ سابقه لري، دوی د تېرو شلو کالو په جريان کېهم د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې خبريالان وژلي دي او تر دې چې اجمل نقشبندي لومړی خبريال و چې په هلمند کې دوی د هغه سر غوڅکړو”.

د وژل شوي خبريال او حکومتي چارواکي مینه پال په اړه په کابل کې د امريکا سفير راس ويلسن په خپل ټوېټر ليکلي “مونږ د طالبانو لخوا د يو دوست اوهمکار دوا خان مينه پال په هدفي وژنه غمژن يو او په دې خجالت اوباسو. هغه خپله دنده دا وه چې ريښتيا معلومات افغانانو ته د افغانستان په اړهورسوي. دا وژنې د افغانانو بشري حقونو او د اظهار ازادۍ ته سپکاوی دی”.

په افغانستان کې د طالبانو هدفي وژنې:

ښاغلي مينه پال ويلي وو چې نور څومره ژورنالېسټان چې د افغانستان په مختلفو برخو کې وژل شوي د دغه ټولو د ترور او وژنو مسوليت طالبانو تهورپغاړه دی.

مينه پال د افغانستان په روان ناورين او د طالبانو په ملاتړ د پاکستان پوځ او په خصوصي توګه استخباراتي اداره اي ايس اي ګرموله خو ولېپاکستان دغه تورونه تل رد کړي او وايي په افغانستان کې د يوې وسله والې ډلې ملګرتيا نه کوي.

د افغان چارواکو په وينا د مينه پال د وژنې وړاندې طالبانو په ورزګان کې وتلی تاريخ پوهه او اقتصاد پوهه عبدالله عاطفي چې د بهر نه يې په دې څانګو کې ډګرۍ اخستې وې د خپله کوره ويستلی و او په ډزو يې وژلی و.

د عاطفي نه څو ورځې وړاندې طالبانو په کندهار کې مقبول ټوقمار نظر محمد چې په خاشه ځوان يادېده هم د کوره وړی و او بيا يې په ګولو سوریمړی کورنۍ ته رسيدلی و.

خاشه ځوان په نورو خلکو د ټوقو ټقالو سره سره په طالبانو هم ريشخند کولو او د بشري حقونو د فعالانو په وينا طالبان نه يواځې د اظهار ازادي وژنيبلکې ورسره تړلي د بشري حقونو د غړو او حکومتي چارواکو په وژنه صرفه نه کوي.

په سوشل مېډيا داسې عکسونه او وېډيوګانې هم خپرې شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې مړي زوړند کړل شوي حالت کې ښکاري . د امريکا ټېلېوېژن سي اېن اېن کې د يو رپوټ سره داسې وېډيو هم اچولې شوې وه چې طالبان وسلوال په کې په ظاهره، د رپوټ ترمخه، تسليم شوي ۲۲ خالي سلا افغان پوځيان د ټوپکو په ناترسه ډزو وژني.

په طالبانو تور دی چې په وروستيو کې يې نه يواځې په نيولو ولسواليو کې حکومتي ودانۍ په باردو الوځولي او بازارګي چور کړي او سوزولي بلکې په هرات کې يې په سلمابند او په کابل کې يې په شاه وًعروس بند هم راکټ توغولي چې افغان حکومت ورته د پردو پالو ترهګري ويلې.

د افغان جګړې مخالف پښتانه مشران پاکستان کې په نخښه کېږي:

د افغانستان د جنګ مخالفين يواځې په ملک دننه نه په نخښه کيږي بلکې د ډيورنډ کرښې بلې غاړې پاکستان کې هم پښتانه قامپاله او فعالين کې وېرول کېږي، برامته کېږي اودځينو مړي کورنيو ته ورسپارل کېږي. دغه مشران او فعالين د پاکستان دافغان پاليسۍ مخالفت کوي.

تازه مثال يې د قامپاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ د بلوچستان نه د مرکزي کونسل غړی عبيدالله کاسی دی چې نزدې څلويښت ورځې وړاندې وتښتول شو او تېره ورځ يې مړی په داسې حالت کې وموندل شو چې وجود يې د تشدد د نخښو نښانو ډک ليدل کېدو.

د عبيدالله کاسي په وژنه د ای اين پي پښتونخوا صوبې مشر ايمل ولي خان په خپل غبرګون کې په سوشل ميډيا ويلي رياست د ملک عبيدالله پهساتنه کې پاتې راغلی چې په 26 جون وتښتول شو او بيا دا چې ګوند يې د امن او د خپلو خلکو د حق د پاره اواز پورته کولو قيمت ورکړی دی.

ايمل ولي خان خپل ځان ته د ورپېښو دړکو په حقله په ټوېټر ليکلي:

“يوه ورځ داسې نه تېريږي چې ماته دړکې نه کيږي. ما د سوشل ميډيا د لارې ډېرځورول او ويرول وګالل. زه د مذهبي تندلارو هدف يم. زمونږ ووټ پټ کړل شو او ملګري يې راله ووژل”.

د ای اين پي د مرکزي جنرل سيکرټري ميا افنخار حسين په وينا په روانه ترهګرۍ کې يې د ګوند د 1200 نه زيات مشران او کارکنان وژلشوي.

څه موده وړاندې د ای اين پي د بلوچستان د اطلاعاتو سيکرټري او د ګوند د صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي د تره ځوی اسد خان اڅکزی هم دکويټې او چمن تر منځ په لويه لار تښتول شوی و چې څه موده وروستو يې په تشدد وژل شوی مړی په يو کوهي کې موندل شوی و.

ای اين پي او د اسد خان اڅکزۍ کورنۍ پاکستاني استخباراتي ادارې په دې وژنه کې ککړې بولي.

د عبيدالله کاسي د وژنې مخکې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي صدر او پخوانی سنېټر عثمان خان کاکړ هم په داسې نا څرګنده حال کې مړ شوچې کورنۍ او ګوند يې تور لګوي د پاکستان استخباراتي ادارو وژلی خو د بلوچستان حکومت تېره ورځ ووېل چې د پخواني سنېټر په اړه يې پلټنې ودرولی او عذر يې دا وو چې د هغه کورنۍ ورته کوم شواهد ور نکړل شول.

د یادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال ارمان لوڼی هم د 2019م کال د فرورۍ په دویمه د بلوچستان په لورالای سیمه کې وروسته له هغه مړ شو، چې د دې تحریک د غړو په وینا پولیسو په سر ووهلو، خو د بلوچستان حکومت د پوسټ مارټم رپوټ په بنیاد ویلي چې هغه د زړه له دورې مړ شوی دی.

د پي ټي ایم یو بل فعال او د علي وزیر د تره زوی عارف وزیر د 2020م کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې خپل کور ته په لاره د وسلوالو په برید کې زخمي شو او وروسته یې د اسلام اباد په یو روغتون کې ساه ورکړه. علي وزیر تور پورې کړی وو چې د عارف وزیر د وژونکو وسلوالو تر شا د پاکستان د پوځ‌ لاس دی خو پوځ دا ډول تورونه په کلک رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG