لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور کې دوه خبریالان د پوځ په ضد بیانونو په تور نیول شوي او بیا په ضمانت خوشي شوي


اسلام اباد ـــ په پاکستان کې د مطبوعاتي بندیزونو په لړ کې په یو تازه پرمختګ کې د دې هېواد د تحقیقاتو مرکزي ادارې ایف ای اې په لاهور ښار کې دوه خبریالان عامر میر او عمران شفقت ړومبی نیولي او وروسته د دوی پر ضد د الیکټرانکي جرمونو د قانون ترمخه مقدمه درج کړې شوې ده.

اېف آی اې وایي دې دوه صحافیانو په خپل یوټیوب چینل باندې د پوځ او عدلیې سپکاوی کړی دی. دا دوه صحافیان چې اوس په ضمانت خوشي کړی شوي دي، دغه تورونه ردوي.

د پاکستان ګڼ شمېر خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو د دغو خبریالانو لومړی نیول او د دوی په ضد مقدمه په کلکه غندلي دي.

د صحافیانو د حقونو د پاره کارکوونکو تنظیمونو د رپورټونو ترمخه په پاکستان کې د رایې په اظهار بندیزونو کې د تحریک انصاف په حکومت کې اضافه شوې ده او په رسمي میډیا باندې له بندیزونو سېوا کولو پس یې اوس د هغو خبریالانو پرضد هم کاروایۍ تېزې شوې دي څوک چې د رایې اظهار په ټولنیزو رسنیو کوي.

د اېف آی اې لخوا جاري شوي بیان ترمخه صحافي عامر میر او عمران شفقت د خپل ېوټیوب چینل له ذریعې داسې پروګرامونه نشر کړي دي چې له وجې یې عدلیې اؤ پوځ باندې د ولس اعتماد ختمولو هڅه شوې ده.

صحافي عمران شفقت په داسې حال نیول شوی چې د دوی په يوټیوب چینل آخري پروګرام د پاک چین اقتصادي راهدارۍ منصوبې یا سيپېک اتهارټي د مشر پخواني لیفټینټ جنرل عاصم سلیم باجوه د استعفی پحقله وو.

دا خبریالان اوس په ضمانت دي خو وړاندې د دوی خپلوانو تور لګولی وو چې په ساده جامو کې ځنې خلقو دوی اغوا کړي وو.

په دې کې د یو خبریال عامر میر مشر ورور حامد میر وړاندې د جیو ټیليويژن پروګرام نه په داسې حال لرې کړی شوی وو چې دوی په یو بل خبریال اسد علي طور باندې د هغه په کور کې دننه شوي تشدد پس یوې مظاهرې کې په ښکاره ویلي وو چې صحافیانو باندې تشدد کې پوځ لاس لري.

په پاکستان کې په صحافیانو او په مېډیا زیاتیدونکو بندیزونو پحقله په پاکستان کې د صحافیانو د حقونو د پاره کارکوونکي نړيوال تنظیم فریډم نیټورک نماینده اقبال خټک وايي اوس دلته هغه صحافیانو پرضد کاروایۍ سېوا شوې دي چې د رایې د اظهار د پاره ټولنیزې رسنۍ استعمالوي.

اقبال خټک وایي د اېف آی اې لخوا د صحافیانو پرضد د مقدمو نه ښکاره ده چې دا کاروایۍ د ریاست په وینا روانې دي.

پاکستان د صحافیانو د پاره د خطرناک ګرځول شوو هېوادونو په نوملړ کې د ډېر وخت نه شامل دی.

له کال ۲۰۰۰ نه تراوسه پورې په پاکستان کې 148 صحافیان وژل شوي دي، د یو شمیر پرضد ریاست مقدمې درج کړې دي او اکثر هغه صحافیان د نوکریو نه ویستل شوي دي چې په ریاستي ادارو به یې تنقید کولو.

خو د پاکستان حکومت او وزیراعظم عمران خان وایي دلته مېډیا د برتانیې نه هم زیات آزاده ده.

وړاندې په یو رپورټ کې اسلام آباد په ګرد هیواد کې د صحافیانو د پاره تر ټولو خطرناک ښار ګرځول شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG