لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په طالبانو درنې بمبارۍ،ددفاع وزارت وایي 572 طالبان پکې وژل شوي


دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو اؤ دولتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې اؤ ددفاع وزارت دعوه کوي چې په دې نښتو کې 572 طالب وسله وال وژل شوي اؤ تر 300 زیات نور ژوبل شوي دي.

په عین وخت کې په طالبانو یو وارې بیا هلمند اؤ شبرغان کې امریکایي بي ۵۲ الوتکو بمبارۍ کړي چې دافغان چارواکو په وینا تر۲۰۰ زیات وسله وال طالبان پکې وژل شوي دي.

طالبانو هم دامریکایي الوتکو دبمبار پخلی کړی ددې ترڅنګ یې دعوه کړې ده چې هغوئ کندوز اؤ سرپل ولایتونه هم دخپل واک لاندې راوستي.

تر دې مخکې طالبانو دجوزجان اؤ نیمروز ولایتونو دنیولو دعوې هم کړې وې.

دافغانستان ددفاع وزارت وایي دتیرو څلېریشتو ساعتو په مهال دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په طالبانو چټک هوایي بریدونه شوي اؤ هغوئ ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددفاع وزارت دبیان له مخې د تیرو څلېریشتو ساعتو په مهال دافغانستان هوایي ځواکونو په ننګرهار،لغمان،غزنی،پکتیا ، پکتیکا ،کندهار،ارزګان،هرات،فراه،جوزجان،سرپل،فاریاب ، هلمند،نیمروز اؤ تخار کې دطالبانو په ضد چټک عملیات کړي دي.

ددفاع وزارت دعوه کړې چې دې عملیاتو کې 572 طالبان وژل شوي اؤ 309 نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان ددفاع د وزارت ویاند ویاند ښاغلی فواد امان وایي تیرماښام امریکایي جنګي الوتکو په شبرغان کې دطالبانو مرکزونه بمبار کړي دي.

ویاند دعوه کړې ده چې په دې بمبارۍ کې تر 200 زیات طالبان وژل شوي اؤ دهغوئ تر۱۰۰زیاتې موټرې هم ویجاړې شوې دي .

نوموړی وایي په بمبارۍ کې دطالبانو ګڼ شمیر وسلې اؤ مهمات هم له مینځه تللي دي.

طالبانو تیره ورځ دشبرغان په بیلابیلو ولسوالیو بریدونه کړي وؤ اؤ په جوزجان کې یې دیو زندان په ماتولو ګڼ شمیر زندانیان خوشي کړي وؤ.

شبرغان دجنبش اسلامي ګوند دمشر جنرال عبدالرشید دوستم ټاټوبی اؤ په دغه سیمه کې دتیرو څو ورځو راهسې دطالبانو اؤ دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي

طالبانو له ددفاع وزارت ددې دعوې په هکله څه نه دي ویلي چې ګنې دامریکایي B-52 الوتکو په بمبارۍ کې د دوئ تر 200 زیات وسله وال وژل شوي خو پخپل یو بیان کې یې منلې ده چې هلمند کې امریکایي ځواکونو بمبار کړی دی.

پخپل یو بیان کې طالبانو تور لګولی چې امریکایي الوتکو په دې بمبار کې یو روغتون یوه لیسه اؤ دعامو خلکو کورونه په نخښه کړې دي.

په ورته وخت کې طالبان دا اعاده هم کوي چې په کندوز اؤ سرپل ولایتونو یې هم خپل کنټرول ټينګ کړی خو افغان دولت لا دطالبانو ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG