لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قطر کې د افغان سولې دپاره ناستې کيږي


په قطر کې روانه اوونۍ د افغانستان د سولې د خبرو دپاره دوه غونډې جوړیږي چې په جګړه بوخت افغان حکومت او طالبان د سولې خبرو ته کښېني له دې وړاندې چې جګړه د قابو نه بهر شي.

دا غونډې په داسې حال کې جوړيږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي او امریکايي جنګي الوتکې هم په طالبانو هوايي بريدونه کوي.

تيره اوونۍ ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان جګړه يو نوي، وژونکي او د بربادۍ پړاو ته داخل شوې ده.

سفارتي سرچينو وي او اې ته ويلي د شورو/ چهارشنبې په ورځ (11 اګست) د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د هغه د روس سيال د پاکستان او چين استازي د غځېدلې ټرايکا يا اېکسټنډ ټرایکا په غونډه کې ګډون کوي.

د ماسکو نه پېل شوی ټرايکا ډلې پرله پسې مشورې کړي چې د بېن الافغاني خبرو مرسته وشي او فريقېن سیاسي جوړ جاړي ته ورسي او په افغانستان کې د تل دپاره اوربند وشي.

وي او اې ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت باوري سرچينو ویلي، د غځېدلې ټرایکا د غونډې نه وړاندې د نهې/سه شنبې په ورځ د افغانستان ګاونډي روس، ملګرو ملتونو او امريکا غونډه بلل شوې ده.

سرچينو ويلي، په دواړو غونډو کې به په افغانستان کې د دواړو فريقېنو ترمنځ د خبرو دپاره لټه کیږي، په داسې وخت کې چې په افغانستان طالبان د ولايتونو مرکزونه نيسي.

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او په کابل کې د پاکستان سفير منصور خان به د دوحه د سولې په اړوند غونډه کې ګډون کوي.

خليلزاد تيره اوونۍ وي او اې ته ويلي وو دوی تل د خبرو د عمل د ګړندي کولو لټه کړې ځکه چې دوی نه ګڼي چې د افغانستان د جګړې حل پوځي دی.

هغه ويلي وو د سولې دپاره سياسي تړون او سياسي حل اړین دی او د دې سره ولاړ دي او دوی به د هدف ترلاسه کېدو پورې د دې سره ولاړ وي.

د ټرايکا د اپرېل په غونډه کې طالب وسله والو ته خبرداری ورکړی شوی وو چې په زور د کابل د اخستو دپاره بريد ونه کړي.

د غځېدلې ټرايکا په شريکه اعلاميه کې ويل شوي وو دوی به په زور د جوړ شوي هيڅ يو حکومت ملاتړ ونه کړي.

XS
SM
MD
LG