لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ايي خان: پوليسو د طالبانو د مهم کمانډر وژلو دعوه کړې، په جنوبي وزيرستان کې په امنيتي سرتيرو چاودنه شوې


د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پوليسو دعوه کړې چې په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ګروپ مهم کمانډر وژل شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان پولیسو د اګست په اتمه جاري کړي خبر کې ويلي، د ترهګرو د پټو مالوماتو د موجودګۍ په اساس عمليات شوي او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان ګنډا پور ډلې مهم کمانډر شېخ وقاص (خالد) وژل شوی دی.

پولیسو دعوه کړې وژل شوی کمانډر شېخ وقاص د پوليسو او هدفي وژنو په څو پېښو کې ککړ وو او د سر قيمت يې 30لکه روپۍ مقرر کړی شوی وو.

ويل شوي وژل شوي ترهګر کمانډر وقاص په محرالحرام کې ترهګري کول غوښته چې پکې مهم شخصيت مرکزي وزیر امين الله ګنډاپور هم په هدف کول وو.

امنيتي سرچينو ويلي، د وقاص تعلق د القاعده برصغير څانګې مهم غړی وو او د شيعه ټولنې پرضد په بريدونو کې يې لاس درلود.

پرون د جنوبي وزیرستان د لدها تحصيل په تنګي بودينزۍ علاقه کې هم یوه چاودنه شوې او د امنيتي سرتيرو ګاډی په هدف شوی او دوه سرتيري پکې ژوبل شوي دي.

پولیس ويلي د پېښې وروسته امنيتي سرتيري او پوليس علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

په جنوبي او شمالي وزيرستان کې چې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او په روانه مياشت کې دا اوومه پېښه ده چې په جنوبي وزیرستان کې په امنيتي سرتيرو بريد کيږي.

د دغو ټولو بريدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وايي په وروستيو کې چې کوم پېښې شوي دغه علاقې زياتره غرييزې ځنګلي علاقې دي ځکه وسله وال بريدونه وکړي او بيا هلته پټ شي خو وايي د وسله والو پرضد عملیات روان دي او دعوه کوي زر به په علاقه کې امن په ځای کړي.

خو بل لور ته د مسيدو قبیلي مشرانو په علاقه کې په بدامنۍ اندېښنې څرګندې کړي دي.

ملک سعيد انور چې د شکتويي علاقې اوسېدونکی دی وايي په علاقه کې د بدامنۍ د پېښو وروسته په عملياتو کې عام خلک نيول کيږي او د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل کيږي.

هغه دعوه وکړه چې په وروستیو کې د پوليسو په عملیاتو کې لږ تر لږه 15 تنه پوليسو نيولي او په علاقه کې خلک د ويرې ښکار شوي او بيرته د علاقې په پرېښودو مجبور شوي دي.

يو بل تن نجيب الله مسيد چې په لدها سیمه کې د پيپلز ګوند مشر دی وايي، په کال 2009 کې په جنوبي وزيرستان کې د راه نجات په نوم د وسله والو پرضد پوځي عمليات شوي او د علاقې نه کډه شوي خلک بيا بيرته ستانه کړی شوي چې امنيت په ځای شوی دی خو دلته اوس هم په رڼا ورځ د بدامنۍ پېښې کيږي.

هغه وويل د بدامنۍ له امله د علاقې عادي ژوند اغېزمن شوی او کاروبارونه په ټپه ودرېدلي دي.

نوموړی وايي په علاقه کې د امنیت په نوم عام خلک ځورول کیږي، پکار ده چې په علاقه کې امنيت ټينګ شي او عامو ځايي خلکو ځورولو لړۍ ودرول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG