د افغانستان لويې څارنوالۍ ويلي نامالومه وسله والو افغان خبريال او د لویې څارنوالۍ کارکوونکی طوفان عمري وژلی دی، په کابل کې چارواکو ويلي دغه بريد په مشکوک ډول طالبانو کړی دی.
چارواکو ويلي د طوفان عمري د وژنې پېښه د اتوار په ورځ په کابل کې شوې ده.
ويل شوي عمري د څارنوالو په موټر ترسره شوي وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
چارواکو ويلي طوفان عمري د پکتيا غږ رېډیو مشر او په افغانستان کې د رسنيو د څار او ملاتړ ادارې (نی) سره هم کار کولو.
د بريد زمه واري چا نه ده منلې او نه طالبانو په دغه اړه څه ويلي دي.
له دې څو ورځې وړاندې هم نامالومه کسانو د طوفان عمري ورور زحل عمري په کابل کې وژلی وو.
د اې اېف پي ترمخه د نې مشر نجيب خلوتګر ويلي عمري نامالومو وسله والو وژلی او زياته کړې يې ده دوی ځکه په هدف کيږي چې په ازاده توګه کار کوي.
د نی د شمېرو ترمخه روان کال په افغانستان کې د 30 پورې خبريالان او د مطبوعاتو کار کوونکي د وسله والو لخوا وژل شوي، تښتول شوي او ټپيان کړی شوي دي.
له دې وړاندې په (16 جولايۍ) د رويټرز خبريال دانش صديقي د پاکستان سره پولې ته نزدې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په مهال وژل شوی وو.