لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیغله سندرغاړې ګل څانګه وایي سترګې یې لا په چا "خوږې" شوي نه دي


ګل څانګه
ګل څانګه

ګل پاڼه که دپښتو ښکلې سندر غاړې ده اؤ خوږ غږ لري نو په حسن اؤ خوږ غږ کې ګل څانګه هم ځان د چانه کم نه ګڼي .

دپیښور سره پیوست د چارسدې سیمې سره تعلق لرونکې پیغله سندرغاړې ګل څانګه خپل اصل عمر د خلکو نه پټ ساتل غواړي خو وایي دښکلا اؤ اواز یې دومره مئینان دي چې څوک یې تصور هم نه شي کولی.

ګل څانګه په ټي وي ،ریډیو، سټیج اؤ فلمونو کې سندرې وایي خو ددرې ترڅنګ یې په سوؤنو سندرې البمونو کې هم ویلي اؤ‌ تر دې مهاله یې درې سندریز البمونه مارکیټ ته راغلي دي.

ګل څانګه په خبرو کې ډیره مړنۍ نه ده اؤ دخبرو په وخت زیاته شرمیږي خو په سندرو کې د ځانګړو اندازونو خپلولؤ، یا نازونو مکیزونو کولو کې ښه زړورتیا لري.

اؤ ددې وجه هغه دا ښایي چې د فن دنیا ته د راوتلو شورو یې د ټي وي ډرامې نه کړې ده.

هغه وایي “د ټي وي ډرامې نه مې سټارټ واخستو ، ښه بولډ وم ، خلکو مې ډرامې خوښولې هم ، خو زما پخپله سندرې خوښې وې نو بس ډرامې مې پریښودې اؤ سندرو ته مې مخه کړه”

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ګل څانګې وویل” ډیر خلک به داسې وي چې هغوئ به ما پخپل ښائست خوښوي خو ډیر بیا زما د اواز مینه وال دي اؤ زما سندرې خوښوي”

ګل څانګه زیاتوي چې دخپل ښائست له امله ورته د پښتو اؤ‌ اردو ګڼو فلسمازانو فلمونو کې د کار کولو وړاندیزونه کړي خو هغې دغه وړاندیزونه نه دي منلي

ګل څانګه
ګل څانګه

کله چې ترې پوښتنه وشوه ولې فلمونو کې کار نه کوې ؟ نو هغې وویل” یو خو ماته د کور نه اجازت نه راکړی کیږي چې فلمي دنیا ته لاړه شمه اؤ بل مې پخپله هم دغه ماحول نه دی خوښ ، ځکه نه غواړم چې فلمونو کې کار وکړم”

ګل څانګه وایي چې ډیر خلک یې تر اوسه لیدلي اؤ ډیرو زلمو ورته د مینې اظهار هم کړی دی خو دهغې سترګې لا دمینې دپاره په چا نه نه دي “خوږې “شوې

“زه خو د ډیرو خلکو خوښه یم ، خو زه دې خپل زړه سره څه وکړم نو ، تر اوسه زما داسې هیڅوک نه دي خوښ شوي چې وویم دا مې د ژوند ملګری شو”

ګل څانګې تر لسم ټولګي زده کړې کړي اؤ یو شیمر هیوادونو ته هم په سفرونو تللې ده خو هغه وایي چې د ماشومتوب نه تر اوسه یې چرته چا سره نه په پټه مینه کړې ده اؤ نه ښکاره.

هغه وایي‌ واده به کوي خو په دغه واده کې به د خپلې کورنۍ صلاح هم اخلي

څنګه زلمی به د واده دپاره غوره کوې ؟ ددغه پوښتنې ځواب کې ګل څانګه وایي “بس سیدها ساده زلمی ، چې اخلاق یې ښه وي اؤ‌ جنګونه نه کوي “ اؤ نوره خبره پخپله دکړس خندا کې په بله اړوي وایي” دنصیب خبره ده نو چې څوک مې په نصیب کې ؤ”

خو ګل څانګه وایي چې په کومه ورځ یې هم واده وکړو نو د سندرو نه به لاس اخلي‌،ځکه چې بیا د کور ذمه وارۍ په بنده پریوځي اؤ کور اؤ سندرې دواړه نه کیږي.

هغه وایي‌ تنهایي یې ډیره خوښیږي اؤ غواړي‌ چې ډیر وخت دخلکو نه یوازې د غرونو په لمنه ، شنو ورشوګانو اؤ دسیند د اوبو په شور کې تیر کړي خو داسې موقعې ډیرې کمې لري.

دګل څانګې وینا ده اوس یې هم فني زده کړې روانې دي اؤ د ماسټر شاهجان نه باقاعده د موسیقۍ تعلیم حاصلوي.

نوموړې وایي‌تازه یې مارکیټ ته دوه ویډیو سندرې راغلي چې خلکو ډیرې خوښې کړي اؤ نورې هم په لیکه دي.

هغه وایي پخپله غزل ډیر خوښوي اؤ وایي هم غزل په شوق سره خو یوازې غزل پورې ځان نه محدودوي بلکې هر هغه ژانر یا صنف وایي چې اوریدونکي یې ترې هیله کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG