لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د درېو چاودنو وروسته سي ټي ډي د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د پاکستان د بلوچستان صوبې سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې په کوټه کې يې عمليات کړي او د بلوچستان لبرېشن ارمي نومې ډلې پينځه ترهګر يې وژلي او په غټه کچه وسله يې ترې ترلاسه کړې ده.

سي ټي ډي دا عمليات په داسې حال کې کړي چې په تيرو دوه ورځو کې په کوټه کې بمي چاودنه او د لاسي بمونو په بريدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د 25 پورې نور ټپيان شوي دي.

سي ټي ډي نن د نهې/سه شنبې په ورځ (لسم اګست) مطبوعاتو سره په شريکو کړو مالوماتو کې دعوه کړې د کوټې ضلعې د شالکوټ پولیس تاڼې په حدودو کې په غټه کچه د استخباراتو په اساس عمليات شوي او پينځه ترهګر پکې وژل شوي دي.

ويل شوي د بلوچستان لبرېشن ارمي ترهګر په نوي کاهان مري کېمپ کې موجود وو او په حساسه ځايونو يې د بريدونو پلان جوړولو په دغه مهال د دوی پرضد عمليات شوي دي.

ويل شوي په عملياتو کې ترهګرو ته د تسليمېدو ويل شوي خو دوی د تسليمېدو په ځای ډزې پېل کړي او په مقابله کې بیا پينځه ترهګر وژل شوي او دوه يا درې تښتېدلي دي.

په عملیاتو کې سي ټي ډي ته د کوم زیان اوښتو نه دي ويل شوي.

د سي ټي ډي وياند ويلي د وژلو شوو ترهګرو څخه په غټه کچه د وسلې ترلاسه کولو هم ويلي دي.

د اتوار/يکشنبې (8 اګست) په ماښام د کوټې د سرينا هوټل سره نزدې يوه چاودنه شوې دوه پولیس پکې وژل شوي او د شپږو پوليسو په ګډون پکې 21 کسان ټپيان شوي وو.

هم په دغه ماښام په سرياب روډ د پاکستان د بېرغونو په خرڅوونکي يو تن د لاسي بم بريد شوی او دغه تن پکې ټپي شوی وو.

د دواړو بريدونو زمه واري بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډلې منلې وه.

بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډله پاکستان په کال 2006 کې لاقانونه ډله ګرځولې ده.

پرون په نهم اګست بيا د کوټې په مشرقي بايي پاس روډ په يو دوکان د لاسي بم بريد شوی يو کس پکې وژل شوی او څلور نور پکې ټپيان شوي وو.

د دغه بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG