لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنټاګون: د امریکې هوايي بريدونه په طالبانو اغېزې لري


د امریکې د دفاع وزارت ویلي، د امريکې هوايي بریدونه په ټول افغانستان کې د طالبانو مخه نيسي خو د پېنټاګون چارواکو ورسره دا خبرداری هم ورکړی چې يواځې د امریکې هوايي بریدونه د طالبانو د مخې نيولو دپاره پوره نه دي.

امریکا د څو اوونيو راهسې د قطر العدېد هوايي اډې څخه د اې سي ـ 130 ګن شپ او اېم کيوـ9 ډرون د لارې د طالبانو اهداف په نخښه کوي.

باوجود د دې چې امريکا په طالبانو هوايي بریدونه کوي طالبانو په تيرو پينځه ورځو کې اووه ولايتي مرکزونه نيولي دي.

د پېنټاګون وياند جان کربي خبريالانو ته ویلي، دوی باور لري چې دغه بریدونه هغه څه په نخښه کوي کوم چې د دوی مقصد دی او دا په طالبانو اغېزې لري.

خو ورسره جان کربي منلې چې يواځې امريکايي هوايي بريدونه پوره نه دي چې د طالب جنګيالو مخه ونيسي.

هغه ويلي په پېنټاګون کې څوک هم دا وړانديز نه کوي او نه يې کړی دی چې هوايي بریدونه د ټولو مسلو حل دی ټول شرايط په ځمکه دي.

کربي زياته کړې چې هغه څه چې دوی ویل چې افغان ځواکونه وړتيا لري او دوی توان لري او د دوی سره عددي ګټه ده.

امريکايي چارواکي وايي د طالبانو پرضد عملیات به ګټه وکړي چې طالبان خبرو ته کښېنوي.

هم په عېن حال کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، چې طالبانو د فراه ولايت مرکز فراه نيولې او د بدخشان مرکز فېض اباد ته ننوتي دي.

خو ازادو سرچينو دغه دعوې نه دي تاييد کړي او نه یې په اړه افغان چارواکو څه ويلي دي.

امریکايي چارواکي وايي د 31 پورې چې امریکايي خپل ځواکونه اوباسي د افغان حکومت او امنیتي ادارو مرستې به جاري ساتي او د کال 2022 په بوديجه کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرستو دپاره د 3.3 اربه ډالرو د مرستو وړانديز هم شوی دی.

امریکايي چارواکو ويلي د مې د میاشتې څخه چې امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه وتل پېل شوي امریکې د افغانستان هوايي ځواک ته درې بلېک هاک هېلي کاپټرې چې بيا روغې کړل شوي، ورکړي دي او نورې 34 به ورته ورکوي.

امریکې ویلي د افغانستان دپاره جنګي الوتکې اخلي او د دوی مرستې به دوامدارې ساتي، واشنګټن ژمنه کړې چې افغان ځواکونو ته به خوراک، جنګي الات او د دوی تنخاګانې هم ورکوي.

امریکايي چارواکي وايي د دوی هڅې به لاره ومومي او د طالبانو مشران به اماده کړي چې د طالبانو تازه عمليات د چا په ګټه هم نه دي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ویلی، د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په دوحه کې دی او د سفارتي پرمختګ دپاره ځای شتون لري.

هغه ويلي دوی په سفارتي لاره توجه ساتي چې د افغانستان شخړه د دغه لارې هواره شي زلمی خليلزاد په دوحه کې دی او هغه به په طالبانو ټينګار کوي چې د وسله وال عملياتو نه لاس واخلي او خبرو ته راشي.

XS
SM
MD
LG