لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جوبايډن ويلي د افغانستان څخه د ځواکونو ويستلو په پرېکړه پښېمانه نه دی


د امریکا صدر جوبايډن د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې چې د افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسي او په دغه پرېکړه پښېمانه نه دی.

جوبايډن د نهې/ سه شنبې په ورځ (10 اګست) ويلي هغه په دې پرېکړه هیڅ غور نه کوي چې د اګست د 31 پورې د افغانستان څخه ټول ځواکونه اوباسي.

نوموړي خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، "مونږ په افغانستان کې 20 کاله تېر کړه ټريلين ډالره مو ولګول، مونږ د افغانستان درې لکه سرتيري تربيه کړل وسله مو ورکړه او دوی افغان سرتيري د طالبانو نه سېوا دي".

بايډن ویلي، "دوی (افغانان) د خپل ځان او د خپل قام دپاره جنګيږي".

امریکايي صدر د اپرېل په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ويستلو اعلان کړی چې د اګست د 31 پورې به ټول ځواکونه اوباسي.

د امریکايي ځواکونو د مې د میاشتې څخه د افغانستان نه وتل پېل کړي او د ځواکونو ويستلو پېل کېدو سره طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی دی.

په وروستيو کې امریکايي چارواکو ويلي طالبانو د نيمو پورې ولسوالۍ نیولي دي.

امریکا وايي افغان ځواکونه وړتيا لري چې د طالبانو مخه ونيسي.

امریکايي چارواکي وايي د 31 اګست پورې چې امریکا خپل ځواکونه اوباسي د افغان حکومت او امنیتي ادارو مرستې به جاري ساتي او د کال 2022 په بوديجه کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرستو دپاره د 3.3 اربه ډالرو د مرستو وړانديز هم شوی دی.

ويل شوي امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته درې بلېک هاک هېلي کاپټرې چې بيا روغې کړل شوي ورکړي او نورې 34 به ورته ورکوي.

امریکې ویلي د افغانستان دپاره جنګي الوتکې اخلي او د دوی مرستې به دوامدارې ساتي، واشنګټن ژمنه کړې چې افغان ځواکونو ته به خوراک، جنګي الات او د دوی تنخاګانې هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG