لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان تراوسه د افغان کډوالو په ممکنه توګه ملک ته د داخلېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، سټېنډنګ کميټي


د پاکستان د برني اېوان سېنېټ د سېفران يا سرحداتو سټېنډنګ کمېټۍ ویلي پاکستان تراوسه پرېکړه نه ده کړې چې افغان کډوالو ته به اجازه ورکوي چې پاکستان ته راشي.

دا خبره وړاندې د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد او نورو لوړ پوړو چارواکو هم تکرار کړې ده خو د يادې سټېنډنګ کمېټۍ غړی سېنېټر بهره مند وايي، که پاکستان اجازه نه هم ورکوي بايد چې د بېړنو حالاتو دپاره تيارۍ ونيسي.

د سېفران د سټېنډنګ کمېټۍ غړی سېنېټر بهره مند وايي د نهې/ سه شنبې په ورځ د کمېټۍ په غونډه کې يې پوښتنه راپورته کړې چې پاکستان د افغان کډوالو په ممکنه توګه پاکستان پله د راتلو دپاره څه تيارۍ نيولي شوي دي؟.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل کوم مطمين جواب ورته نه دی ورکړل شوی.

هغه زياته کړه که پاکستان په ممکنه توګه راتلونکو افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوي خو پکار ده چې د وړاندې نه ورته تیارۍ ونيول شي.

د پاکستان د سېفران يا سرحداتو د کمېټۍ په غونډه کې دا بحث په داسې حال کې شوی چې د افغانستان څخه امریکايي او نړیوال ځواکونه ووځي او راپورونه وايي د افغانستان په بېلابيلو برخو کې طالبانو بريدونو ته زور ورکړی او په ګڼو سيمو کې ویل کیږي خلکو د جګړو د ساحو نه کډې کول پېل کړي دي.

تیره میاشت د پاکستان د قامي امنيت د شورا سلاکار معيد يوسف په يوه مرکه کې وايس اف امريکا ته ويلي وو، ريښتيا دا دي چې مونږ نور کډوال نه شو ځايولی. نړيوال دې په افغانستان کې دننه د دوی بندوبست وکړي مونږ تيار يو چې مرسته يې وکړو.

پاکستان دعوه کوي په ملک کې درې ملينه افغان کډوال د وړاندې نه مېشت دي خو د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي په پاکستان کې ورسره 14 لکه کډوال رجسټرډ دي.

د سېفران د سټېنډنګ کمېټۍ مشري کوونکی سېنېټر هدایت الله وايي پاکستان افغان کډوالو ته ملک ته د داخلېدواجازه نه ورکوي خو که په افغانستان کې حالات دومره خرابيږي چې خلک کډې کوي او پاکستان پله د راتلو مخه نيول يې ګران شي نو دوی (پاکستان) به هڅه کوي چې د افغانستان پولې ته څېرمه علاقو کې کډوال وساتي.

څيړونکي وايي که په افغانستان کې حالات خرابيږي او خلک په غټه کچه کډه کېدو ته مجبوره کيږي د پاکستان دپاره به ګرانه وي چې د کډوالو مخه ونیسي ځکه چې يو به په پاکستان نړيوال فشار سېوا کيږي او بل پاکستان د افغانستان سره ډېره اوږده پوله لري.

په دې وروستيو کې امريکې هم د پاکستان نه غوښتي وو چې د کډوالو د پاره پوله پرانستي وساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG