لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: پاکستان کې تېره میاشت په چینايي انجنیرانو شوې حمله ځانمرګې وه


واشنګټن ـــ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي دي تېره میاشت د جولايي په څوارلسمه نېټه په داسو بر کوهستان سیمه کې د چینايي کارکوونکو په بس حمله ځانمرګی برید وو او ددې تورونه یې د هند او افغانستان په استخباراتي ادارو پورې کړي دي.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د یو خبري کانفرنس په وخت خارجه وزیر وویل چې د پېښې د پاره د پلټنو ټیم ته معلومه شوې ده چې دغه برید کې د هند استخباراتي اداره RAW او د افغانستان استخباراتي اداره NDS ککړې دي.

شاه محمود قرېشي وویل چې د پاکستان غېرقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان دا برید د یادو هېوادونو د استخباراتي ادارو په مرسته تر سره کړی دی.

څه که هم خارجه وزیر د پاکستان د طالبانو ډله د القاعد او داعش ترهګرو ډلو سره تړلی خو د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي د امریکا سي اېن اېن ټیلي ویژن سره په یوې تازه وروستی مرکې په وخت ویلي دوي د افغان طالبانو سره ښه روابط لري او تمه یې څرګنده کړی وه افغانستان کې د طالبانو بریاوې به دوي ته په پاکستان کې هم ګټه ورسوي.

تراوسه د ترهګرو کومې ډلې یا بهرنیو ترهګرو په چینايي کارکوونکو د برید ذمه واري نه ده منلې.

رایټرز خبري اداره وايي چې خارجه وزیر قرېشي خبریالانو ته د پېښې د پلټنو په وضاحت کې ویلي دي چې په ځان مرګي برید کې چې کوم موټرکار استعمال کړی شوی دی هغه د بلوچستان چمن سیمې څخه په غېر قانوني طریقه د برید ځای ته رسولی شوی وو.

خارجه وزیر ویلي د افغانستان خاوره یو وارې بیا په پاکستان کې د ترهګره بریدونو لپاره کارول کېږي، خو افغانستان تل دا تورونه رد کړي او تور پورې کوي چې افغان طالبان په پاکستان کې اوسېږي او له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه ترتیبوي. پاکستان هم دا تورونه ردوي.

هغه زیاته کړی چې ترهګرو دغه ځان مرګه برید د خېبر پښتونخوا په لرې پرته غریزه سیمه کوهستان کې د اوبو د پاسه جوړېدونکي داسو ډېم باندې د کولو پلان لرلو خو وايي ورورسته برید په هغه بس تر سره کړی شو چې پکې په ډېم کې کارکونکي چینايي انجنیران او ددوي په حفاظت مامور د پاکستان امنیتي عسکر سواره وو.

پاکستاني چارواکو وروسته ویلي وو چې دغه یوه حادثاتي پېښه وه چې په نتیجه کې یې بس اوبو ته غورزېدلی وو خو د چین لخوا د سخت غبرګون وروسته بیا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي وو د برید د ابتدايي پلټنو په وخت معلومه شوې چې په برید کې چاودېدونکي مواد کارول شوی وو او د ترهګرۍ امکانات له پامه نشي غورزولی.

خو چین بیا دغه یو ترهګر برید ګرځولی وو او د پاکستان د حکومت نه یې غوښتنه کړی وه چا په برید کې ککړ کسان دې ونیولی شي او ورته دې سختې سزاګانې ورکړی شي.

په برید کې د 9 چینايي انجنیرانو په شمول 12 کسان وژلی شوي وو چې دوه پکې د اېف سي عسکر هم شامل وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG