لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نن د خپلې ازادۍ ورځ نمانځي، بلوچستان کې ترهګر بريد شوی


پاکستان چې نن د خپلې ازادۍ 75 ورځ نمانځي په بلوچستان صوبه کې ترهګر بريد شوی، د اېف سي ځواک يو سرتيری پکې وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي او په ځوابي ډزو کې درې ترهګر هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن د خالي/ شنبې په ورځ (اګست) ویلي د بلوچستان په لورالايي سیمه کې د اېف سي ځواک ګاډی روان وو چې ترهګر بريد پرې شوی دی.

پوځ ویلي په بريد کې د اېف سي ځواک يو سرتيری نايک شريف وژل شوی او دوه نور مېجر قاسم او سپاهي ژوبل شوي دي.

پوځ زیاته کړې د اېف سي ځواک په ځوابي ډزو کې درې ترهګر وژل شوي دي.

د وژل شوو ترهګر پېژندګلو نه ده ښکاره شوې.

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده منلې.

د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد د بريد غندنه کړې او ویلي يې دي د ترهګرو دغه ډول بریدونه به د ځواکونو حوصلې ماتې نه کړي.

په لورالايي کې دا بريد په داسې وخت کې شوی چې د اتوار/يکشنبې په ورځ (8 اګست) په ماښام د کوټې د سرينا هوټل سره نزدې يوه چاودنه شوې دوه پولیس پکې وژل شوي او د شپږو پوليسو په ګډون پکې 21 کسان ټپيان شوي وو.

هم په دغه ماښام په سرياب روډ د پاکستان د بېرغونو په خرڅوونکي يو تن د لاسي بم بريد شوی او دغه تن پکې ټپي شوی وو.

د دواړو بريدونو زمه واري بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډلې منلې وه.

بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډله پاکستان په کال 2006 کې لاقانونه ډله ګرځولې ده.

په نهم اګست بيا د کوټې په مشرقي بايي پاس روډ په يو دوکان د لاسي بم بريد شوی يو کس پکې وژل شوی او څلور نور پکې ټپيان شوي وو.

د دغه بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG