لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې تر ۲۰۰ زیاتو خبریالانو خپلې دندې پرېښي اؤ له خپلو سیمو وتلي


دافغانستان څخه رارسیدلي اطلاعات وایي ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو نښتو. بمباریو اؤ دامنیت دخرابې وضعې له امله تر ۲۰۰ؤ زیاتو خبریالانو دخپلو دندو نه لاس اخستی اؤ په لسګونو محلي راډيوګانو اؤ رسنیو له خپل ژورنالیستکي فعالیتونه ودرولي دي.

دپاکستان حکومت افغانستان کې دبې کوره شوؤ اؤ ګواښونو سره مخ خبریالانو ته دویزو ورکولو په عمل کې دنرمښت اعلان کړی اؤ دهیواد دکورنیو چارو وزیر وایي پاکستان به افغانستان کې راګیرو صحافیانو اؤ دمیډیا مامورینو ته په ویزو ورکولو کې دنرمښت تګلاره خپلوي.

کابل کې میشت افغان خبریال انیس الرحمان وي او ای ډيوه ته ویلي دا مهال چې دافغانستان په کومو سیمو کې جګړه روانه ده په خاصکر شمال اؤ جنوب کې هلته دخبریالانو ژوند ته سخت ګواښونه پیښ دي اؤ نزدې دوؤ سوؤ خبریالانو خپلې دندې پرېښودې دي.

انیس الرحمان وایي دغو خبریالان یا خو له هیواده دباندې وتلي اؤ یا یې هم نور ملازمتونه اؤ روزګارونه پیل کړي.

هغه وایي دپیځلسو نه نیولې تر شلو رسنیو چې ډیری پکې محلي راډيوګانې دي هغه د روانو جګړو له امله تړل شوي دي.

کابل کې میشت دافغانستان یو بل ستر خبریال اؤ څېړونکی جاوید احمد همیم کاکړ هم وایي چې پلازمینه کابل کې خبریالانو ته کوم بیړنی وضعیت یا غټه ستونزه نشته خو په ولایاتو کې بیا وضعیت ډير زیات خراب دی.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي همیم کاکړ وویل په ولایاتو کې ډيری خبریالانو خپلې سیمې پرېښودي دي اؤ له یو ولایت یې بل ولایت ته تېښته کړې ده.

جاوید همیم وایي زیات شمیر خبریالان د بیلابیلو ولایتونو نه دسرپناه په لټون کې کابل ته راغلي اؤ دلته هم بې سرنوشته پاتې دي.

هغه وایي په ولایتونو کې خبریالان د ډيرو ستونزو سره مخ دي اؤ همدا اوس په کندوز، جوزجان ،سرپل اؤ نورو سیمو کې ډیرې درنې جګړې وشوې اؤ یاهم لا روانې دي .

“مونږ چې کله په دغو ولایتونو کې ځایي خبریالانو سره خبرې کوؤ نو هغوئ خپلې سیمې پرېښودي دی ،یا یې ټیلي فون کار نه کوي اؤ یا هم دانټرنیټ نه محروم دي اؤ زیاتره خوندي سیمو ته وتلي دي”

هغه وایي دا مهال افغانستان کې ټولې سترې رسنۍ دغټو ستونزو سره مخ دي ځکه چې په ولایتونو کې دخپلو خبریالانو څخه نه معلومات ترلاسه کولی شي اؤ نه هم چارواکي یا ځایي مشران د روانو وضعیت په اړه رسنیو ته بې پلوه اؤ کره معلومات ورکوي .

جاوید همیم کاککړ هم ومنله چې په ډیرو ولایتونو کې رسنیو،راډیوګانو اؤ ټيلي ویژنونو خپل نشرات بند کړي دي اؤ دسختو مشکلاتو سره مخ دي.

افغان دولت اؤ دخبریالانو نړیوالو تنظیمونو دافغانستان روان وضعیت کې دخبریالانو ژوند ته دپېښو ګواښونو په اړه څه نه دي‌ ویلي خو طالبانو په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې که د دوئ د واک لاندې سیمو کې خبریالان د شرعي اؤ‌ اسلامي اصولو په اساس سم رپورټنګ کوي نو هیڅ خطر یا ګواښ به ورته نه وي.

خو طالبانو دا نه ده واضحه کړې چې داسلامي اصولو په اساس رپورټنګ به څنګه وي ؟

په عین حال کې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پخپل یو بیان کې ویلي پاکستان افغانستان کې دخراب وضعیت سره مخ خبریالانو ته خپل هیواد ته د راتلو دپاره ویزو ورکولو کې دنرمۍ پرېکړه کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ‌ له مخې شیخ رشید ویلي کوم نړیوال خبریالان یا دمیډیا فعالین چې دپاکستان دلارې افغانستان نه راوتل غواړي نو هغوئ دپاکستان د ویزو ترلاسه کولو دپار عریضې کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان څخه دامریکې اؤ ناټو د ځواکونو وتلو سره سم طالبانو په افغان دولتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک کړې اؤ دعوه کوي چې دافغانستان ۳۴ کې یې تر۱۵ؤ زیاتو ولایتونو قبضه کړې ده.

خو افغان دولت وایي د دولتي ځواکونو مورال لوړ دی اؤ دطالبانو نه دنیول شوؤ سیمو دبیا ترلاسه کولو هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG