لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي طالبان دمهمو سیمو په نیولو سره غواړي کابل یوازې کړي


په داسې حال کې چې دطالبانو له لوري په افغانستان کې د نورو برخو دنيولو دعوې روانې دي، دافغان دولت له واکه دغزني ولایت له وتلو وروسته پلازمینې کابل ته دطالبانو دنزدې کیدو اندېښنې زیاتې شوي دي.

غزني ښار د کابل نه یوازې د١٥٠ کلوميټره په واټن پروت دی اؤ څېړونکي وایي چې دطالبانو لخوا دکابل سره دنزدې سیمو دنیولو مقصد دادی چې کابل یوازې کړي.

څېړنکاران پوښتنه راولاړوي چې بیلابیلو سیمو کې دطالبانو له لوري پرمخ تلل او د اولسواليو وروسته يو شمېر ولايتونه او ښارونه قبضه کول څنګه دومره په تېزۍ سره ترسره کیږي ؟

دافغان امنيتي ځواکونه چې ورسره هر ډول عصري وسلې، ټانکونه ، الوتکې او ټېکنالوجي هم شته او بيا غوره تربيه ورته هم ورکړل شوې ده خو ددې هر څه باوجود د مزاحمت کمی دافغان ځواکونو په صلاحيتونو پوښتنې را اوچتوي.

دپاکستان دپوځ پخوانی لوړ رتبه افسر اؤ ددفاعي چارو ماهر بريګډير رېټايرډ سېد نزير وايي، داسې رقم جګړه کې د تربيې او وسلې تر څنګ بيا مهم څيز دخپل هدف لاس ته کولو دپاره ذهني يووالی وي او بله دا چې د مرکزي کمانډ یا قوماندې ځاندره پکې تر ټولو مهم رول لوبوي خو دلته ښکاريږي چې ددغو شیانو کمی دی ۔

بريګډير سېد نزير وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل يو خوا که د افغان ځواکونو دستراتیژۍ او کمانډ یا قوماندې کمزورۍ د طالبانو په ګټه دي نو بل لوري ته طالبانو بيا تر ټولو دمهمو ښارونو او د رسد د لارو نيولو حکمت عملي خپله کړې چې داسې کولو سره هغوئ غواړي کابل يوازې کړي او چې کابل يوازې شي نو طالبان ګڼي چې د افغان حکومت اثر او وزن به کم شي.

د افغانستان دامنيت دخرابې وضعې د انديښنو سره سم د خالي په ورځ د افغانستان دولسمشر اشر غني يو ويډيو پېغام هم خپور شوی چې پکې هغه دافغان سرتيرو د مړانې ستايېنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د هېواد د حفاظت ذمه وارۍ به سرته کوي ۔

څو ورځې وړاندې د امريکې صدر جو بايډن د افغانستان په مشرانو غږ کړی ؤ چې را يو ځائ شي او د خپل هېواد دپاره دې وجنګیږي.

ښاغلي باېډن خبريالانو ته ویلي وؤ افغان ځواکونه د طالبانو څخه په شمېره کې زيات دي او ورته پکار ده چې د خپل وطن دپاره جګره سرته کړي ۔

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG