لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: اوس لومړیتوب دا دی چې امنیتي ځواکونه بېرته سره راټول او منظم کړو


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي ګواښ سره مخ دی او اوس لومړیتوب د امنیتي ځواکونو بېرته راټولول دي.‌

اشرف غني دغه خبره په هغه ویډیوي پیغام کې کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د خالي یا شنبې په ورځ خپور شوی.

ولسمشر غني په دغه پیغام کې ویلي، "د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او زړورتیا درناوی کوم چې د خپل ولس او وطن د دفاع په لاره کې په قوي هوډ ودرېدل، له خپل ولس هم مننه کوم چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ په کلکه ولاړ دي. په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي قواوو بیا راټولول زموږ لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاس لاندې دي."

ښاغلی غني زیاتوي،

"زموږ ګران هیواد افغانستان پر مونږ د تپل شوې جګرې له کبله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخ دی. زه د ټول افغانستان په وضعیت خبر یم. د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایم او ټپیانو ته یې عاجله روغتیا غواړم. زموږ هڅه دا ده چې د دغه وضعیت له امله بې ځایه شویو هیوادوالو ته لازمه رسیدګي وکړو."

ولسمشر دغه پیغام کې دا هم ویلي، ما تل د افغانانو ابادي، سرلوړي او له نړۍ سره سیالي غوښتې.

"په داسې حال کې چې تاسو د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن یاستئ تاسو ته د یو ریس جمهور په توګه اطمنان درکوم چې زموږ تمرکز په دې دی چې د زیاتې بې ثباتۍ،تاوتریخوالي مخه ونیسو. د یوه تاریخي رسالت په لرلو کوښښ کوم چې پر موږ تحمیل شوی جنګ د افغانستان په خلکو له دې زیات د عامو خلکو د وژل کیدو له شل کالنو لاس ته راوړنو، د عامه تاسیساتو له ورانولو او دومداره بې ثباتۍ لامل شي. په همدې دلیل مشورې مې په تیزی سره روانې دي چې نتیجه به یې ډیر ژر له تاسو وطن والو سره شریکه کړم."

په افغانستان کې د جګړو په دوام:

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د لسګونو ولسوالیو له نیولو وروسته اوس د ولایتونو پر مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی او دا ډله ادعا کوي چې تر دې مهاله یې د اولسو ولایتونو مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

د افغانستان وروستي تحولاتو په اړه د طالبانو له لوري 17 د ولایتونو مرکزونو نیولو ادعا کوي چې یادو ولایتونو کې جوزجان، تخار، قندوز، نیمروز،سرپل، سمنگان، فراه، بغلان، بدخشان،غزنی، هرات، قندهار،هلمند،بادغیس، غور، زابل، ارزګان، لوګر او د ځینو افغان رسنیو د خبر په اساس پکتیا ولایت هغه ولایتونه ښودل شوي چې په بشپړ ډول سقوط شوی.

د راپورونه له مخې طالبانو نن سهار وختي د بلخ ولایت پر مرکز مزارشریف ښار هم پراخې حملې پیل کړې.

له پوره هڅو وروسته هیڅ امنیتي سرچینه په دې اړه ځواب ویلو ته حاضره نه شوه چې کوم ولایتونه په بشپړ ډول د طالبانو تر ولکې لاندې دي او یا هم هلته جګړه روانه ده چې له سقوط سره مخ دي.

د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو په زیاتېدو سره، زرګونه کورنۍ د دغو جګړو له وېرې کابل ښار او نورو ولایتونو کې امن سیمو ته کډه شوی چې په بد وضیعت کې شپې ورځې تیروي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې وضعیت پر یو ناڅرګند لوري روان دی، ملګرو ملتونو، ناټو، بریتانیا او روسیې د افغانستان پر حالاتو هم اندېښنه ښودلې.

امریکا او بریتانیا د خپلو اتباعو د رایستلو لپاره کابل ته د خپلو سرتېرو د استولو اعلان کړی:

د روان وضیعت خرابولی کابو کولو لپاره امریکایي او بریټانوي چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پاتې اتباعو د ایستلو لپاره به په موقت ډول دې هېواد ته پوځیان استوي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کر بي ویلي ډیر ژر به 3 زره امریکایي پوځیان د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورسیږي چې زرګونه سرتیري رارسیدلي هم دي د نوموړي په وینا، د دې پوځیانو دنده دا ده چې له افغانستانه د امریکا غیر پوځي کارکوونکو او د سفارت د عملې په ایستلو کې مرسته وکړي.

په ورته مهال د بریټانیا حکومت هم اعلان کړی نږدې 600 بریتانوي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته رالیږي چې دلته د مېشتو بریټانویانو ایستلو کې مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې دلته خلک د روان امنیتي وضیعت له کبله اندیښمن دي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې پر ښارونو بریدونه ناورین زېږولی شي نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې په ښارونو او د عامو وګړو په سیمو کې له نښتو او جګړو ډډه وکړي.

ددې ترڅنګ ناټو هم تیره ورځ د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته رابللې وه. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر دې ناستې وروسته خبریالانو ته وویل، ټولو اړخونو له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

د ناټو عمومي منشي ویلي دوی په افغانستان کې ديپلوماتیک حضور ته دوام ورکوي هغه څه چې خلک د نړیوالو ډاډ ورکولو باندې باوري نه دي ځکه روان وضیعت یې د سولې هیلې ورکې کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG