لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان د جګړې لپاره پيسې او نور وسایل د کومه مومي؟


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د طالبانو ناڅاپي راوچتېدلو چې په نتيجه کې يې د ملک نزدې د نيمو ولايتونو سرښارونه نيولي د ډېرو حکومتي چارواکو او نړيوالوڅار لرونکو د پاره د حيرت خبره وي خو دا په يوه حقله د ډېرو چندو جمع کولو سوب دی چې ياده ډله يې ترې ميلینونو او کېدلی شي بيلنونو ډالرو ته لاسرسی لري.

استخباراتي ادارې وايي دا ممکنه نه ده چې په يقين سره وويل شي طالبان څومرهپنګه جمع کوي خو د پیسو د ازاد ورکړه راکړه په اړه يوه نوې جایزه ښيي چې دغه ډله د 300 ميلينو نه واخله تر 1.6 بيلين ډالرو پورې د کال تر لاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د جون 2021 د رپورټ تر مخه چې د غړو هېوادونو د استخباراتي معلوماتو په بنياد جوړ شوی د طالبانو ډېره پيسه د جرمونو نه راځي لکه د اپيمو کاروبار، د نشه یي توکو سمګلېنګ یا قاچاک، قلنګ اخستل او د تاوان د پاره خلک تښتول.

يوه استخباراتي اداره وايي د مخدره موادو قاچاق يواځې طالبانو ته کېدلی شي د 460 ميلينو ډالرو حاصل شوی وي.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي د طالبانو قيادت د قدرتي شتمنیو د درنګونو نه هم چې د دوی په ولقه کې دي تېر کال نزدې 464 ميلينه ډالرې ګټلې وې.

طالبان د چندو نه هم ډېر څه تر لاسه کوي چې د ملګرو ملتونو تر مخه د غير سرکاري خيريه تنظيمونو د نیټورک او د دوی د مالدارو مرستيالانو له خوا ور رسيږي.

امريکايي چارواکي په ځانګړې توګه وايي د کلونو راهسې طالبانو ته وسله، تربيه او پيسې روس ورکوي خو روس دا دعوې بېخي دروغ بللي.

د وي او ای يو ايمېل ته پخواني امريکايي جنرل جان نېکولسن چې په کال 2018 کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر وو په ځواب کې تر دې حده ويلي او په ماسکو يې تور لګولی چې ماسکو داسې مرستې د دې د پاره کوي چې په کلونو شوې پوځي لاس ته راوړنې او پوځي پرمختګ ودروي او خپل پلويان جوړ کړي چې د افغانستان ثبات ته يو ګواښ دی.

ځينې څېړونکي وايي طالبان د پاکستان نه هم مالي مرستې اخلي او تر لږ حده د ايران نه هم.

البته طالبان ښکاري دومره پيسې لري چې افغانستان په زور ونيسي خو شکونه دادي ايا دوی دومره پيسې لري چې افغانستان پرې په يواځې سر وچلوي؟

د نړيوال بېنک د تازه معلوماتو تر مخه د افغانستان حکومت په کال 2018 کې يوولس ارب ډالره مصرف کړې چې 80% يې د بهرني امداد نه راځي.

د افغانستان د بياودانۍ د پاره د امريکا ځانګړي انسپېکټر جنرل جان سوپکو دې کال په مارچ کې ويلي وو “داسې ښکاري چې طالبان هم د افغانستان د پاره د بهرنیو مرستو په ضرورت پوهيږي”.

څېړونکي لکه په واشنګټن کې د فاونډيشن فار دې ډيفنس اف ډيموکريسي بېل روګيو حيرانه دي. هغه وي او ای ته وايي “طالبان د بهرني امداد او نړيوال قانوني رسميت پروا نه کوي. د هغوی وړومبنی هدف واک اخستل دي”.

سربېره دا چې ځينې امريکايي چارواکي خبرداری ورکوي که طالبان ټول افغانستان په زور ونيسي هم خو دا به لږ وخت ونيسي چې ووايو طالبان به د مالي مرستو نه ورتلو په خوند پوهه شي.

د واشنګټن د ترهګرۍ ضد پروګرام انسټيټيوټ فار نېرايسټ ادارې ډاېرېکټر ميتهيو ليوېټ وي او ای ته ويلي “ د نورو وسله والو ډلو غوندې چې سيمې څوک ونيسي او دا وشي نو دوی د مرکزي بېنکونو پنګو او حکومتي اکاونټونو ته لاسرسی لري او د ټيکسونو لګولو موقع جوړوي”.

لوېټ وايي طالبان به دا هم تېر کړي چې که د بيليونونو بهرنی امداد وبايلي او بيا هم شتون ولري. د هغه په نظر کې د ټول افغانستان دومره نه خو د طالبانو کم نه کم دا هدف نه دی.

دغه رپوټ د وي او اې انګرېزي څانګې خبریال جیف سیلډن جوړ کړی او د وي او اې ډیوه همکار بهروز خان پښتو کړی.

XS
SM
MD
LG