لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی: هڅه کوو د طالبانو له مشرانو سر د افغانستان شخړه په خبرو حل کړو


واشنګټن ـــ د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزی وایي هڅه کوي چې د طالبانو له مشرانو سره په ورورۍ، وطندارۍ او وطندوستۍ په سوله ییزه توګه د افغانستان ستونځه حل شي.

کرزی نن د کابل په وخت مازیګر مهال پر خپله فېسبوک پاڼه یو بیړنی وېډیویي کلیپ‌ خپور کړی، چې له خپلو درو لوڼو سره ولاړ دی او د کابل ښاریانو ته وایي دی هم له خپلو اولادونو سره په کابل کې دی.

حامد کرزی وایي هیله من دی چې د هېواد او پایتخت کابل مسایل یې په سوله او د خبرو اترو له لارې حل شي.

کرزي له افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو دواړو غوښتي چې د عامو خلکو امنیت او مال ته پام وکړي او پرې نه ږدي چې شرخوښي او غله د خلکو مال ته زیان ورسوي.

حامد کرزي دا پیغام په داسې وخت کې خپور کړی چې طالبان وایي د افغانستان د ټولو ولایتونو تر نیولو وروسته کابل ښار ته رسېدلي خو خپلو وسلوالو ته یې امر کړی چې کابل ښار ته دې نه ننوځي‌.

ځینې رپوټونه وایي چې طالبان له افغان حکومت سره په خبرو اترو بوخت دي چې اشرف غني په سوله ییزه توګه واک دوی ته ور وسپاري خو د افغان حکومت هیڅ چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG