د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، د طالبانو افغانستان په لاس کې اخستل او کابل ته رسېدل (زړه ماتوونکې) پېښه ده.
هغه ويلي د امریکا پوځ لګيا دی امریکايان او د امریکايانو دپاره کار کوونکي افغانان دکابل څخه اوباسي.
بلينکن د اتوار په ورځ د امریکا د سي اېن اېن سره په خبرو کې ويلي د امريکې لومړی کار يې په کابل کې موجوده عمله او د امریکايانو دپاره کار کوونکو افغانانو خوندي کول دي.
هغه ویلي د طالبانو څخه يې هيڅ غوښتنه نه ده کړې طالبانو ته يې ویلي که د سفارتي عملې ویستلو په مهال دوی په امریکايانو يا د ويستلو په عمل کې لاسوهنه وکړه نو سخت جواب به ورته ورکړي.
طالبان پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ (15 اګست) کابل ته رسېدلي او افغان ولسمشر اشرف غني د کابل څخه وتلی دی.
يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته ویلي، چې امریکا د کابل نه سفارتي عمله اوباسي.
امریکې د اتوار په ورځ نور 1000 سرتيري افغانستان ته لېږلي چې د طالبانو د قبضې په مهال امریکايي عمله د افغانستان څخه په خوندي توګه اوباسي.
امريکايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان حالات په دومره تېزۍ سره بدليږي او د امريکې پرضد د ترهګرۍ ممکنه خطرې سېوا کيږي.