لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې افغانستان ته نور 1000 سرتيري ليږلي، ټول 6000 ته رسېدلي


امریکايي چارواکو ویلي کابل ته يې نور 1000 سرتيري ليږلي چې د کابل څخه خپله سفارتي عمله او افغان اتحاديان اوباسي، دا په داسې حال کې چې پرون د اتوار په ورځ طالبان کابل ته رسېدلي او د مطبوعاتي راپورونو ترمخه طالبان تر صدارتي ماڼۍ ارګ پورې رسېدلي دي.

د امريکې د دفاع د وزارت چارواکو وي او اې ته تاييد کړې چې امریکا نور 1000 سرتيري د کابل د حامد کرزۍ نړيوالې هوايي اډې ته ليږي د چرته نه چې امريکايي چارواکي، وګړي او افغانان د طالبانو د راتګ له امله کډه کوي.

امريکې د جمعې په ورځ افغانستان ته 3000 سرتيري ليږلي وو، او پرون ویل شوي 1000 سرتيري يې نور ليږلي دي.

د وي او اې د خبر ترمخه په افغانستان کې د امریکا د سرتيرو شمېره 6000 ته رسېدلې ده.

يو امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ته ویلي چې ځواکونه به يې د امریکا سفارتخانه او هوايي اډه ساتي، چارواکي ویلي دوی به د دغو ځايونو خیال ساتي.

د اتوار په ورځ ناوخته پېنټاګون ويلي امریکايي ځواکونو د ځینې افغان ځواکونو په مرسته د هوايي اډې د هوايي ټرېفک کنټرول سمبال کړی دی.

د پېنټاګون وياند جان کربي وي او اې ته ویلي، سوداګريز ټرېفک به روان وي که څه هم دا به د لږ ځنډ ښکار کيږي.

کربي ویلي، تراوسه پورې ځينې امریکايي وګړي وتلي دي او زیاته کړې يې ده د خطرې سره مخ افغانانو د ويستلو عمل ګړندی کوي.

خو ورسره کربي خبرداری ورکړی که مشن ته يې خطره پېښه شوه او په خلکو يې بريد وشو سخت جواب به ورته کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس د اتوار په ورځ ویلي، سفارتي عمله يې په خوندي توګه وتلې ده.

او د امریکا خارجه وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان باندې د طالبانو قبضه او د کابل سقوط، "زړه دردوونکي" بللي دي.

بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ له سي اېن اېن سره په مرکه کې وویل چې د امریکا اول کار اوس دا دی چې امریکایي کارکوونکي، او د امریکاییانو مرسته کوونکي له افغانستانه راوباسي او امریکا به "د هغوی د راویستلو دپاره هر هغه څه وکړي چې زمونږ په وسع کې ده."

هغه خبرداری ورکړ چې که طالبان په دې کار کې د امریکاییانو او یا د هغوی د ماموریت خنډ وګرځي، نو "له چټک او کلک غبرګون سره به مخ شي."

د امریکا د کانګرس او سېنېټ یو شمېر غړو د افغان حکومت د ړنګېدو پېښې په وړاندې له قهره ډک غبرګون وښود.

د سېنېټ د استخباراتو د چارو کمیټۍ یو رېپبلېکن غړي بېن ساس وویل: "په افغانستان کې راغلی زورور ناورین، د سایګون په شان د کابل شرمناکه یوازې پرېښودل، په ښځو باندې راغلی ظلم، او زمونږ د اتحادیانو قتلېدل، د ټرمپ – بایډن د کمزورۍ د نظریې قابل پيشبیني نتیجه وه."

ساس وویل چي تاریخ به په دې اړه واضحه کړي چې دا جنګ امریکایي عسکرو ونه بایله، بلکې ډانلډ ټرمپ او جو بایډن قصدي پرېکړه وکړه چې دا جګړه وبایلي.

بل پلو د امریکې نماېندګانو اېوان اکثریتي ډلې مشر سټېني هویر د افغانستان وروستۍ وضعې په اړه په خپل بیان کې وېلي،"څنګه چې صدر باېډن په ډاګه کړې چې د هغه وړاندې امریکايي صدر د افغانستان نه خپلو ځواکونو راویستو لپاره د 2021 کال مې لومړۍ نېټه ټاکلو سره یو ډېره سخته لار پېدا کړې وه چې په دغه تړون ټینګ پاتې شي، د افغانستان نه امریکايي ‌ځواکونه او اتحادیان په تندۍ سره راوباسی او یا په زرګونو نور زیاتي امریکايي پوځیان افغانستان ته ولیږي چې د یو بل هېواد په کورنۍ جګړه کې برخه واخلي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG