لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغانستان په حالاتو د پاکستان، روس او چين سره خبرې کړي


امریکې د افغانستان په حالاتو د پاکستان، روس، چين، ترکي او برتانیې د بهرنيو چارو د وزیرانو او د نېټو د عمومي سېکتر سره خبرې کړي دي، له دې وړاندې نوموړی د نورو هېوادونو د استازو سره هم غږېدلی وو.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د یادو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو سره په ټيلیفون غږېدلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، د انتوني بلينکن سره په خبرو کې يې په افغانستان په تېزۍ سره بدلېدونکو حالاتو باندې خبرې کړي دي.

هغه ويلي، د افغانستان د ټول شموله سياسي جوړ جاړي په خبره یې ټينګار کړی او زياته کړې يې ده پاکستان به د امریکا سره په همکارۍ د سوله ييز او باثباته افغانستان سره د نزدې نه کار کوي.

هغه زياته کړې چې د افغانستان نه د سفارتي ماموريتونو، نړيوالو ادارو او جرنلسټانو د ويستلو په اړوند هم خبرې کړي دي.

د هند د بهرنيو چارو وزير ډاکټر اېس جی شنکر ویلي، د انتوني بلينکن سره یې د افغانستان په روانو حالاتو او په سمدستي ډول د کابل د هوايي اډې بيرته بحالۍ په سر خبرې کړي او په دغه لړ کې يې د امریکا هڅې ستايلي دي.

بلينکن ویلي د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې او د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاروف سره يې هم د افغانستان په حالاتو خبرې شوي دي.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډومينيک روب ویلي، د امریکې د بهرنيو چارو وزير سره یې د افغانسان په حالاتو ګټورې خبرې شوي او زياته کړې يې لومړی کار یې د خپلو وګړو او په افغانستان کې د هغو خلکو خوندي کول دي چا چې په 20 کاله کې د دوی مرسته کړې ده.

هغه ویلي په دې يې هم بحث کړی چې نړيواله ټولنه دې د دې مخنيوي وکړي چې ترهګر ډلې افغانستان بيا ونه کاروي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو د وزیرانو سره په داسې حال کې د افغانستان په حالاتو غږېدلی چې په 15 اګست طالبان په کابل ورختلي او افغان ولسمشر اشرف غني د ملک څخه وتلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG