لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي پي او داعش جنګيالي د نورستان په غره ييزو سيمو کې دي، شېخ رشيد


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ویلي، د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د داعش خلک د پاکستان پولې ته څېرمه د ننګرهار د نورستان په غره ييزه سيمو کې دي.

نن د نهې/ سه شنبې په ور ځ (17 اګست) د (جيو ټي وي) سره په خبرو کې شېخ رشيد وویل، د ټي ټي پي او داعش په اړوند په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.

په وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې طالبانو د باګرام زندان څخه ټول 5000 بنديان خوشي کړي چې پکې د القاعده غړي هم شامل دي.

په 15 اګست د وي او اې خبريال سټيو هېرمن په ټویټر ویلي وو داسې راپورونه دي چې افغان ځواکونه په باګرام هوايي اډه طالبانو ته تسليم شوي او طالبانو د باګرام زندان څخه بنديان خوشي کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو بيا داسې هم ویل شوي وو چې په دغو بنديانو کې د پاکستاني طالبانو د يو مشر فقير محمد په ګډون په سوونو پاکستاني طالبان خوشي شوي دي.

پاکستاني طالبانو هم د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر فقير محمد د خوشي کېدو ويلي دي.

شېخ رشيد ویلي، د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو کار 98 فيصده مکمل شوی او امنيتي ځواکونه پرې موجود دي او حالات د اطمينان وړ دي.

هغه زیاته کړې د افغانستان سره د تورخم او چمن په لارو سوداګریز سامانونه ځي راځي او دا وخت په پوله د کډوال هيڅ راتګ نشته.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبان په 15 اګست په کابل ورختلي او افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان څخه وتلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG