لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: که په هېواد کې پاته وای د افغانستان یو بل ولسمشر به په دار شوی وای


واشنګټن ـــ افغان ولسمشر اشرف غني وایي که په هېواد کې پاته شوی وای نو د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا [د ډاکټر نجیب الله غوندې] په دار ځړول شوی وای او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وای، وایي "زه د عزت له مرګه نه وېرېږم خو د افغانستان بې عزتي ماته د منلو وړ نه وه او نه ده".

ښاغلی غني وویل افغان ځواکونو د طالبانو په وړاندې ماتې نه ده خوړلې بلکې د افغان حکومت په ګډون د طالبانو د رهبرۍ او نړیوالو همکارانو سیاسي ناکامي وه. وایي دا ناکامي د سولې بهیر وو چې په جګړه بدل شو.

اشرف غني د شورو- چارشنبې په ورځ له هېواده تر وتلو وروسته له عربي اماراتو څخه د خپلې لومړنۍ وېډیویي وینا په پیل کې وویل، له هېواده تر وتلو مخکې یې پر دې کار کاوه چې له طالبانو سره د ټولشموله او نماینده حکومت د جوړېدو پر سر مذاکرات وکړي او په سوله ییزه توګه د واک د منتقلۍ موقع برابره شي‌ او کابل خوندي وساتل شي.

ولسمشر غني وویل دی د تېښتې او جلاوطنۍ اراده نه لري او په مشورو بوخت دی چې بیرته افغانستان ته ستون شي او د خپل ولس د انصاف او واکمنۍ لپاره مبارزه وکړي:

"هیله من یم چې دغه د ناامیدۍ او مایوسۍ شپې به ژر تر ژره ختم شي او افغانستان به بیرته د ازادۍ، رفاه (ښېګړې) او پرمختګ په لور مسیر بدل کړي".

اشرف غني پخپلو خبرو کې دا ونه ویل چې له خپلې څوکۍ یې استعفی ورکړې ده، هغه وویل د اګست پر 15مه یې پخپله دفتر کې عادي کار کاوه، ماسپښین مهال د کابل د امنیت په اړه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره دفاع وزارت ته روان وو،‌ چې وایي د فزیکي امنیت ذمه وار کسان یې د یوې دسیسې د شنډولو لپاره ورته راغلل او دی یې له هغه ځایه و ایست:

"سره له دې چې طالبانو کابل ته د نه داخلېدو ژمنه کړې وه خو دوی د ارګ د دروازو په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او زموږ امنیتي مسئولینو د امنیت د ټینګښت توان له لاسه ورکړی وو".

اشرف غني‌ تور پورې کړ چې په ضد یې دسیسه شوې او وایي د دې دسیسې دوې برخې وې،‌ یوه دا چې که دی په افغانستان کې پاته شوی وای نو د کابل د تباهۍ او وینو تویېدو شاهد به وای، وایي طالبانو او کورنیو بهرنیو همکارانو یې په وضاحت سره ویلي وو چې که زه پاته شم دوی سوله ییزه لاره نه ویني.

ښاغلی غني وایي د ده پر اوږه دا ذمه واري ور اچول کېده چې د واک په خاطر په کابل کې د شام او یمن غوندې کوڅه په کوڅه د وینو تویېدو لړۍ پیل شي او دا ښار یو ځل بیا ړنګ شي:

"زه چې له مجبورۍ له کابله ووتم تر هغه څو دقیقې وروسته طالبان او نااشنا څېرې- چې زموږ د هېواد په ژبو نه پوهېدل- ارګ ته لاړل، ارګ ته د رسېدو په لاره کې ورسره هیڅ مقاومت ونه شو، دوی کوټه په کوټه ګرځېدل چې ما پیدا کړي، اراده یې دا وه څه چې 25 کاله مخکې په افغانستان کې وشول بیا تکرار شي".

اشرف غني د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله وژنې ته اشاره وکړه چې طالبانو له خپل ورور شاهپور احمدزي سره یو ځای د 1996م د ستمبر پر 26مه د کابل تر نیولو وروسته د ملګرو ملتونو له دفتره را وایست، ویې واژه او بیا یې د دوی دواړو مړي د کابل ښار پر آریانا چوک وځړول.

اشرف غني په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ، چې د ده د وژنې دسیسه چا جوړه کړې وه، خو وایي له هېواده په وتلو یې د دې کار مخه ونیوله چې "د افغانستان د تاریخي دښمن" له خوا دی په دار و ځړول شي، وایي "آیا د دوی مقاماتو بار بار نه دي ویلي چې د افغانستان د ولسمشر سر غواړي"، خو د مقاماتو سپیناوی یې ونه کړ.

طالبان چې اوس د کابل په ګډون د ټول افغانستان واک په لاس کې لري او وایي د خپل حکومت جوړولو لپاره مشورې کوي، د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو او تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.

ولسمشر غني وایي نه یې هېواد خرڅ کړی او نه تښتېدلی دی، وایي دی په داسې وخت له هېواده وتلو ته اړ شو چې د څپلیو د کښلو او د بوټونو د په پښو کولو فرصت یې هم پیدا نه کړ او د ژوند تر ټولو لویه شتمني کتابونه او د شخصي یاداښتونو سلګونه کتابچې- چې د حکومت له محرمو رازونو ډکې وې- هم ځنې پاته شوې:

"زه له جوړه جامو، یو واسکټ او یوه جوړه څپلیو سره د وطن پرېښوولو ته اړ شوم، په دې ورځو کې زما د شخصیت وژنې لپاره ډېرې هڅې وشوې او حتی داسې کاذب تورونه ولګول شول چې پیسې انتقال شوې دي، دا تورونه په مکمله توګه بې اساسه، دروغ او له واقعیته لرې دي په کلکه یې ردوم".

افغان ولسمشر اشرف غني د اګست پر 15مه وروسته له هغه له افغانستانه و ووت، چې وسلوال طالبان د نور هېواد تر نیولو وروسته کابل ته ور ورسېدل. د عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یو لنډ خبر کې تایید کړه، چې ولسمشر اشرف غني له خپلې کورنۍ سره یو ځای ورغلی او دوی ورته د انساندوستۍ له مخې هرکلی ویلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG