واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جوبایډن وایي پوځ به یې تر هغه وخته په افغانستان کې وي چې ټول امریکایي وګړي په خوندي توګه له دې هېواده را وباسي، وایي کېدای شي پوځ یې د دې لپاره تر ټاکلې نېټې د اګست تر 31مې پر مخ هم پاته شي.
د شورو- چارشنبې په ورځ له اې بي سي ټیلیویژن سره په مرکه کې صدر بایډن وویل، امریکا به پخپل له خپل ټول توان څخه کار اخلي او تر ټاکلې نېټې مخکې به له افغانستانه امریکایي او اتحادي ځواکونه را باسي.
د اګست پر 15مه چې طالبانو له پنجشېر ولایت پرته پر ټول افغانستان کنټرول تر لاسه کړ له هغه را وروسته دا مهال په افغانستان کې 15,000 امریکایي وګړي له پاته دي چې پر کابل هوایي ډګر د ګډوډۍ له کبله د را وتلو له ستونځې سره مخ دي.
د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن د شورو- چارشنبې په ورځ وویل، امریکا دا مهال په افغانستان کې داسې ځواکونه او وسلې نه لري چې خپل اوسنی میشن له کابل هوایي ډګره په خوندي توګه د امریکایي وګړو د را غونډولو او له خطر سره مخ افغانانو د را ایستلو لپاره پراخ کړي.
لویډ آسټن وایي دا مهال په کابل هوایي ډګر کې 4,500 امریکایي پوځیان دي چې د امریکایي وګړو د را وتلو لپاره د امنیت په کار ګومارل شوي دي.
کابل هوایي ډګر له تېرو څلورو ورځو راهیسې وروسته له هغه له زرګونو خلکو ډک دی چې طالبانو د کابل ښار کنټرول په لاس کې واخیست. وړمه ورځ لسګونه کسان د امریکایي د هوایي ځواک په الوتکه پورې په داسې حال کې نښتي وو چې الوتکه د الوتلو په حال کې وه.
صدر بایډن وایي د ده د انتظامیې په لاس کې داسې څه نه وو چې پر کابل هوایي ډګر یې د دې ګډوډۍ مخه نیولې وای.
د پېنټاګان ویاند جان کربي وایي په تېرو څلرویشت ګنټو کې د 325 امریکایي وګړو په ګډون یې 2,000 کسان د امریکې د هوایي ځواک د سي- 17 په اتلسو الوتکو کې له افغانستانه را ایستلي او وایي په راتلونکو څلرویشت ګنټو کې به هم همدومره را وباسي.