افغان ولسمشر اشرف غني وایي که په هېواد کې پاته شوی وای نو په دار به ځړول شوی وای او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وای. ښاغلی غني له هېواده تر وتلو وروسته پخپله لومړۍ وینا کې وویل افغان ځواکونو د طالبانو په وړاندې ماتې نه ده خوړلې بلکې د افغان حکومت په ګډون د طالبانو د رهبرۍ او نړیوالو همکارانو سیاسي ناکامي وه. وایي دا ناکامي د سولې بهیر وو چې په جګړه بدل شو. په دې اړه نور تفصیل د بارکوال میاخېل په رپوټ کې: