لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: د طالبانو پرضد چې د اشرف غني د حکومت کومه پروپېګنډه وه حالات د هغې نه بدل دي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي د طالبانو پرضد چې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت کومه پروپېګنډه کوله حالات د هغې نه بدل دي.

قرېشي دغه خبره پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (18 اګست) په ملتان کې مطبوعاتو سره په خبرو کې کړې ده.

هغه ويلي دا وخت د ټولې نړۍ سترګې افغانستان ته دي، اندېښنه وه چې طالبان به د جينکو په تعلیم بندېز ولګوي خو داسې ونه شو، لومړی دا تاثر ورکړی کېدو چې وينه به توی شي خو داسې ونه شو او طالبانو عامه معافي اعلان کړه.

هغه وویل طالبانو ویلي چې د چا نه بدل نه اخلي او تراوسه چې د افغانستان نه څومره خبرونه راځي هغه د اطمينان وړ دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر دا خبره په داسې حال کې کړې چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او هم په دغه ورځ افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان څخه وتلی وو.

د اګست په 11م د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي وو "طالب مشرانو ورته ویلي چې څو پورې اشرف غني صدر وي دوی (طالبان) د افغان حکومت سره خبرې نه کوي" خوله دغې نزدې دوه اوونۍ وړاندې عمران خان ويلي وو د طالبانو ترجمان نه دی طالبان چې څه کوي په خپله يې زمه وار دي.

د افغانستان څخه د وتلو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني پرون د شورو/ چهارشنبې (18 اګست) په ماسخوتن د متحده عرب اماراتو څخه په يوه خپره کړې ويډیوي وينا کې ويلي، که په هېواد کې پاته شوی وی نو د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا [د ډاکټر نجیب الله غوندې] په دار ځړول شوی وی او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وی، هغه ویلي "زه د عزت له مرګه نه وېرېږم خو د افغانستان بې عزتي ماته د منلو وړ نه وه او نه ده".

اشرف غني په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی، چې د ده د وژنې دسیسه چا جوړه کړې وه، خو وایي له هېواده په وتلو یې د دې کار مخه ونیوله چې "د افغانستان د تاریخي دښمن" له خوا دی په دار و ځړول شي، نوموړي د چا د نوم اخستو پرته وويل "آیا د دوی مقاماتو بار بار نه دي ویلي چې د افغانستان د ولسمشر سر غواړي".

طالبان چې اوس د کابل په ګډون د ټول افغانستان واک په لاس کې لري او وایي د خپل حکومت جوړولو لپاره مشورې کوي، د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو او تورونو ته يې څه جواب نه دی ویلی.

پاکستان ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسليمول به د سيمې فېصله وي، پاکستان په دغه اړوند د یو اړخيزه فېصلې اراده نه لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

هغه ویلي وو پاکستان په دغه اړوند د سيمې او نړۍ د دوست هېوادونو سره په رابطه کې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG