لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احمدشاه مسعود زوي د طالبانو پرضد د مذاحمت پېل کولو ويلي


د افغانستان په پنجشير کې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعودي زوي احمد مسعود ویلي د طالبانو پرضد يې مذاحمت پېل کړی او ويلي يې د طالبانو پرضد يې د پلار په قدم قدم اېښی دی.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په 18 اګست کې ليکلې مقاله کې احمد مسعود ویلي، مجاهدين يې د طالبانو پرضد تيار دي او د پلار د وخت نه وسله يې ورسره موجوده ده، د هغه په غږ ورسره خلک په پنجشېر کې ملګري شوي او هغه پوځي سرتيري چې د افغان ملي اردو کمانډرانو د تسليمېدو نه زړه ماتي شوي هم د هغه مل شوي دي.

خو نوموړي ويلي دا پوره نه ده که طالبان جنګيالي پرې راغله دوی به يې مذاحمت کوي او نوموړي د لويديځ يا مغرب څخه د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

احمد مسعود ویلي د اوږدې مودې نه د داسې ازادې ټولنې دپاره جنګيږي (چرته چې جينکۍ ډاکټرانې جوړې شي، مطبوعات ازاد وي، ځوانان نڅاوي کوي او موسیقي اوري يا په لوبغالو کې د فټ بال نندارې کيږي په کومو مېدانونو کې چې به طالبانو خلک اعدامول او هغه کار به ډېر زر بيا پېل شي).

هغه ويلي، طالبان يواځې د افغانانو دپاره مسله ده، د طالبانو د واک لاندې افغانستان به د کوم شک پرته د اسلامي تندلارو دپاره خوندي ځای جوړ شی او د جمهوریت پرضد به ترې بريدونه کيږي.

احمد مسعود دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او زیاتره افغانستان يې په ولقه کې اخستی دی.

په وروستيو کې د افغانستان مرستیال امرالله صالح هم د پنجشېر څخه د طالبانو پرضد د مقاومت ويلي وو.

صالح ويلي وو هغه د اساسي قانون ترمخه د هېواد نګران صدر دی او زياته کړې يې وه د طالبانو په وړاندې ودريږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG