لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعاشورې ورځ،پنجاب کې دعذادارنو ته په جلوس بمي برید درنه مرګ ژوبله اړولې


پاکستان کې نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د محرم د میاشتې په لسمه د عاشورې مراسم په کلکو امنيتي تدابيرو کې نمانځل کيږي خو بیا هم دپنجاب په بهاولنګر ښار کې دعذادارنو په یو جلوس بمي برید شوی چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د عاشورې په مهال پېښور، کوټه، کراچۍ، لاهور او د ملک په يو شمېر نورو برخو کې د امنيت په موخه د موبايل فون خدمات ځنډول شوي اؤ ګن شمیر امنیتي ځواکونه په ښارونو اؤ بازارونو کې ځائ پځائ کړل شوي دي.

ایسوسي ایټډ پریس پخپل رپورټ کې وایي دپنجاب د بهاولنګر ښار په مهاجر کالونۍ کې دشیعه عذادارنو په ماتمي جلوس یو بمي برید شوی چې پکې ګڼ شمیر کسان مړه اؤ‌ ژوبل شوي دي.

ددغه ښار دپولیسو مشر محمد اسد اؤ دشیعه ورورولۍ یو ځایي مشر خاور شفقت ددې چاودنې پخلی کړی دی.

انډیپنډنټ اردو نومې ویب پاڼې پخپل رپورټ کې ویلي چې چاودنه کې درې کسان وژل شوي اؤ تر۵۰ؤ نور ژوبل شوي دي.

خو په ټولنیزو رسنیو ځېنو خلکو لیکلي چې د ژوبلو کسانو شمیره ۲۵ اؤ د مړو درې ده.

دپاکستان حکومت اؤ زیاتره پاکستاني رسنۍ په دې چاودنه غلې پاتې شوي دي اؤ دچاودنې په اړه یې هیڅ نه دي ویلي.

په سمدستي توګه کومې ډلې ددې برید پړه پغاړه نه ده اخستې خو په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ بیلابیلو ویډیوګانو کې دعوه شوې چې پولیسو دې بمي برید کې ککړ تن په ژوبل حالت کې نیولی دی.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې دتیر اتوار په ورځ طالبانو دافغانستان په پلازمینه کابل قبضه کړې اؤ څېړونکي اندېښنې ښایي چې کابل کې دطالبانو حکومت جوړیدو سره پاکستان کې هم تندروه اؤ ترهګرې ډلې یوځل بیا قوي کیدای شي.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صدر ایمل ولي خان بهاولنګر کې دشوې چاودنې غندنه کړې اؤ او وایي دترهګرۍ نوې څپه په ځانګړي ډول دافغانستان بدلیدونکی وضعیت به په سنجیدګۍ سره اخستل وي.

په ټویټر هغه لیکلي مونږ ته به تر ټولو دمخه خپله خاوره خوندي کول وي

پاکستان کې اکثره دمحرم الحرام په موقعه ماتمي جلوسونو کې بدې پېښې رامخې ته کیږي اؤ هرکال امنیتي ادارې ددغو جلوسونو دخوندي کولو دپاره دکلکو امنیتي ګامونو دپورته کولو دعوې هم کوي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليس مشر معظم جاه انصاري تیره ورځ پخپل یو بیان کې ویلي ؤؤ چې په ټوله صوبه کې يې د عاشورې دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړي دي.

هغه ويلي ؤ د عاشورې د جلوسونو کلکه څارنه کيږي اؤ پولیس بیدار ولاړ دي چې دهر رقم بدو پېښو مخه ونیسي.

په کوټه کې هم د عاشورې د جلوسونو دپاره د پوليس سره د ملېشې سرتيري د امنيت دپاره په ځای کړی شوي او هلته هم د موبايل سروس بند کړی شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي د ملک پلازمينه اسلام اباد، لاهور او کراچۍ ترڅنګ په نورو برخو کې هم د عاشورې د جلوسونه لارې خوندي کړی شوي دي.

د عاشورې جلوسونه په بېلابيلو ځايونو کې د خپل وخت په حساب راويستل کيږي او د ماښام او ماسخوتن پورې په خپلو ټاکلو لارو خپلو منزلونو ته رسي.

پرون د چهارشنبې په ورځ هم دنهم محرم د جلوسونو دپاره د ملک په غټو ښارونو کې د موبايل سروس بند کړی شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG