لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د واک پياوړي کولو دپاره د مخالفينو سره ليدنې کوي


په افغانستان کې طالبان د حکومت جوړولو، امنيت او نورو چېلنجونو په وړاندې د پخوانيو مخالفينو سره ليدنې کوي دا په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې ختمولو اعلان کړی دی.

د شورو/چهارشنبې په ورځ ناوخته د حقاني شبکې د مشرانو په ګډون د طالبانو پلاوي په کابل کې د سياسي مشرانو سره ليدلي دي.

حقاني شبکه امریکې نړيواله ترهګره ډله ګرځولې ده.

ياد پلاوي د پخواني صدر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، د کابل او نور افغانستان د امنيت او د افغانستان د راتلونکي دپاره په يو والي او نورو موضوعاتو يې خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله ویلي د خليل الرحمان او طالبانو د پلاوي سره یې ليدلي دي.

خليل الرحمان حقاني د کابل امنيت ورته سپارل شوی د افغان طالبانو د مرستيال مشر سراج الدين حقاني تره او د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني ورور دی.

د امریکې د خزانې وزارت د کال 2011 په فرورۍ کې خلیل الرحمان نړيوال ترهګر ګرځولی او د هغه په اړه په مالومات ورکولو يې پينځه ملينه ډالره انعام هم مقرر کړی و، ملګرو ملتونو هم هغه د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی وو.​

عبدالله په ټول شموله حکومتولۍ ټينګار کړی او ويلي يې دي تاريخ ښايي چې ټولنينر انصاف، امنيت او قومي يو والی د دې پرته ناممکنه دی.

راپورونه وايي د شورو په ورځ طالب جنګيالو په جلال اباد ښار کې درې مظاهره چيان وژلي دي.

عبدالله ویلي، حقاني ورته باور ورکړی چې د کابل ښاريانو ته به کلک امنیت ورکوي، او دوی (طالبانو) د سياسي مشرانو او خلکو نه غوښتي چې د دوی سره په امنیت کې ملاتړ وکړي.

طالبانو چې په زوره يې افغانستان نيولی د امریکا او نړيوالې ټولنې د فشار لاندې دی ځکه چې خلکو دغسې نه غوښته څنګه چې وشو.

تنقید کوونکي وايي د طالبانو يواځې حکومت به د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو په سر، دوی (طالبان) به په نړيواله کچه والي يواځې شي څنګه چې دوی د 1990 په لسيزه کې يواځې شوي وو کله چې طالبانو په زوره سخت اسلامي قوانين په ځای کړي وو.

خو بل لور ته طالبانو ویلي چې ټول شموله اسلامي حکومت جوړ کړي چې دغه هېواد د نړيوالې ټولنې برخه پاتې شي چې د ودانۍ په مد کې ورته مرستې ترلاسه کيږي.

حقاني شبکه په پاکستان کې د موجودو مرکزونو څخه فعاليتونه کوي.

خو پاکستاني چارواکي ټينګار کوي چې طالبان مشران ډېر مخکې د افغانستان هغو سيمو ته تللي چرته چې وسله وال فعاليتونه لري.

خو ورسره اسلام اباد له دې وړاندې منلي چې د وسله والو ځينې مشران او کورنۍ په پاکستان کې په درې ملينه کډوالو کې مېشت دي او د دې خبرې رد يې کړی چې د دوی سره هیڅ اړيکې نه لري.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په وروستيو کې ویلي وو په طالبانو يې فشار اچولی او د امریکا سره يې خبرو ته کښېنولي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG