لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: طالبان په هغو کسانو پسې ګرځي چې له بهرنیانو سره یې کار کړی


واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو د ناروې د یوې استخباراتي ډلې د رپورټ له مخې ويلي طالبان په هغو کسانو پسې شوي چې دوی ګومان کوي پخوا یې په حکومت کې مهم عهدې لرلې او یا یې له امریکې او نورو بهرنيو ځواکونو سره کار کړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي، طالبان د دغو کسانو خپل خپلوانو ته وايي چې دوی ته د نه تسلیم کېدو په صورت کې یې نیسي او یا یې د وژلو یا نیولو ګواښونه ورته کوي او وایي چې دوی به ورته د خپل نظام لاندې سزا ورکوي.

دا رپورټ د ناروې د نړیوالو تجزیو مرکز جوړ کړی چې د استخباراتي معلوماتو په برخه کې له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي او پکې ویل شوي چې طالبان له کله راهیسې کابل ته ور ننوتي دي په هغو خلکو پسې ګرځي چې په تېر حکومت کې یې کار کړی وي.

رپورټ وایي هغه کسان بیا ډېر په خطر کې دي چې په تېر حکومت کې په مهمو پوځي عهدو او یا د پلټنې په څانګو کې پاتې شوي وي.

د ناروې دغې ادارې چې بې پلوه او ازاد خپلواک استخباراتي تجزیاتي رپورټونه جوړوي وایي چې رپورټ د هغو کسانو او ادارو سره شریک شوی چې د ملګرو ملتونو سره کار کوي.

کله چې د ملګرو ملتونو د چارواکو نه په دې اړه وپوښتل شول هغوی وویل چې دا رپورټ ملګرو ملتونو پخپله نه دی جوړ کړی خو د ناروې د نړیوالو تجزیو مرکز د خپلو پلټنو په بنیاد جوړ کړی دی.

په رپورټ کې ویل شوي چې وسلوالو طالبان له کابل هوايي ډګره د ځینو کسانو پر وتلو هم څارنه کوي او هلته وضعیت کړکېچن دی.

طالبانو په دی اړه په سمدستي ډول د څه ویلو نه ډډه کړې.

د کابل د نیولو نه وروسته طالبان کوشش کوي چې خپله ښه څېره نړۍ ته وړاندې کړي او وایي دوی امن غواړي او د خپلو پخوانیو دښمنانو نه به بدل نه اخلي. د طالبانو ویاند درې ورځې وړاندې پخپل پریس کانفرنس کې وویل چې خپلو مخالفینو ته یې عامه معافي کړې ده.

د ناروې د څېړنیز مرکز په دې څلور پاڼې رپورټ کې یو خط هم شایع شوی چې ادعا شوې دا یو هغه تن ته لیکل شوی کوم چې په تېر وخت کې د تېر حکومت د ترهګرۍ خلاف ادارې چارواکی وو او په دې اوونۍ کې د پوښتنو لپاره د خپل اپارټمنټ نه وړل شوی خو رایټزر خبري ایجنسۍ لیکلي دا یې نه ده تایید کړې چې دا خبره څومره ریښتیا ده.

دا خط چې د ګل یا دوشنبې ورځ ورباندې لیکلې ده او د رپوټ په وینا د «اسلامي امارت افغانستان» پوځي کمېشن له خوا لېږل شوی وایي چې دغه بندی کس د برتانیې سفر کړی او دا ښیي چې تا له امریکې او برتانیې سره ښې اړیکې لرلې.

په خط کې لیکل شوی که چېرې ته د کمېشن مخې ته حاضر نه شوې نو ستا په ځای به ستا د کورنۍ خلک ونیول شي او د شریعت مطابق سلوک به ورسره کیږي چې ته به یې ذمه وار یې.

بل خوا د امنیتي ځواکونو یو پخواني لوړپوړي چارواکي ‌خبریالانو ته یو پیغام استولی دی چې طالبانو د حکومت خفیه معلومات او دستاویزات تر لاسه کړي او د هغه په بنیاد یې د پخوانیو استخباراتي کارمندانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG