لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالب مخالفه ځواکونو د افغانستان په شمال کې درې ولسوالۍ بيرته نيولي


د افغانستان د لرې کړل شوي حکومت وفادار جنګیالو ويلي د جمعې په ورځ 20 اګست يې د هېواد په شمال کې د طالبانو څخه درې ولسوالۍ بيرته نيولي دي.

طالبانو په 15 اګست د کابل او د افغانستان زياتره برخې نیولي او وايي د ټول شموله حکومت جوړولو دپاره یې خبرې روانې دي او په دغه لړ کې يې د پخواني صدر حامد کرزي او عبدالله سره ليدنې هم شوي دي.

د طالبانو يو وياند سهېل شاهين ویلي، په افغانستان کې به نوی اساسي قانون جوړ کړي، هغه ويلي دا وخت د ټول شموله حکومت په جوړولو کار روان دی او داسې حکومت به جوړ کړي چې د ټولو افغانانو نمايندګي به پکې وي.

د طالبانو پلوي د ټولنيزو رسنیو د اکاونټونو څه تاييد شوی چې په بغلان ولايت کې پوځ بيرته ستون شوی او ولسوالۍ يې نيولي دي.

ويل شوي د ولسواليو د نيولو د عملیاتو په مهال جګړو کې 15 طالب جنګیالي وژل شوی او 15 نور ژوبل کړی شوي دي.

په اندراب ولسوالۍ کې عبدالحميد نومې ځايي کمانډر ویلي د طالبانو پرضد پاڅون شوی او اندارب ولسوالي يې نيول ده.

نوموړي دغه خبره په يو ويډيوي بيان کې کړې او زياته کړې يې ده ځواکونه يې نزدې بلې ولسوالۍ پله پرمختګ کوي چې ټول بغلان ونیسي.

ویل شوي طالبانو بغلان پله خپل جنګیالي ليږلي چې د مخالفينو مخه ونيسي.

د وي او اې د خبريال اياز په رپورټ کې ويل شوي چې وي او اې د طالبانو وياند ذبيح الله څخه په دغه اړوند پوښتنه کړې خو د هغه لخوا ورته ځواب نه دی ویل شوی.

د طالبانو پرضد دغه پاڅون وروسته له هغې شوی چې په وروستيو کې د افغانستان مرستیال امرالله صالح هم د پنجشېر څخه د طالبانو پرضد د مقاومت ويلي وو.

صالح ويلي وو هغه د اساسي قانون ترمخه د هېواد نګران صدر دی او زياته کړې يې وه د طالبانو په وړاندې ودريږي.

د افغانستان په پنجشير کې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعودي زوي احمد مسعود ویلي د طالبانو پرضد يې مذاحمت پېل کړی او ويلي يې د طالبانو پرضد يې د پلار لاره خپله کړې.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په 18 اګست کې ليکلې مقاله کې احمد مسعود ویلي وو، مجاهدين يې د طالبانو پرضد تيار دي او د بلار د وخت نه وسله يې ورسره موجوده ده، د هغه په غږ ورسره خلک په پنجشېر کې ملګري شوي او هغه پوځي سرتيري چې د افغان ملي اردو کمانډران د تسليمېدو نه زړه ماتي شوي هم د هغه مل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG