لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې به کوم ملک لومړی طالبان په رسميت وپېژني؟


د طالبانو د کابل او افغانستان د زياترو برخو نيولو چې يوه اوونۍ نه ده پوره شوې حکومتونو په دې غور شورو کړی چې طالبان په افغانستان کې حکومت جوړوي څوک به يې په لومړی په رسميت پېژني.

ملګرو ملتونو چې طالبان په کال 1999 کې ترهګره ډله ګرځولې د دوه ليسزو راهسې پرې نيوکې کيږي.

په افغانستان کې د روس سره د لسو کالو جګړه شوې او بيا د 90 په لسيزه کې چې طالبان په واک کې راغلي وو يواځې درېو هېوادونو سعودي عرب، پاکستان او متحده عرب اماراتو په رسميت پېژندلي يا منلي وو.

په وروستيو کې د طالبانو د کابل نيولو وروسته د طالبانو په رسميت د پېژندو د ګټو او تاوان په موضوع بحثونه پېل شوي دي، هېوادونه يو بل ته ګوري چې څوک به لومړی طالبان په رسمیت وپېژني.

امریکا

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت روانه اوونۍ ویلي وو په افغانستان کې په رسمي توګه حکومت نه دی انتقال شوی ځکه يې د طالبانو په رسميت د پېژندنې څخه ډډه کړې وه.

راپورونه وايي په نورو ملکونو کې روس او چين چې د امریکا د وتلو وروسته په افغانستان کې د امنيت رامنځته شوې خلا ډکول غواړي د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندو دپاره په سیمه کې خپل اثر سېوا کول غواړي.

ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د نړيوال بحران مشر رجرډګون ويلي، د ملي امنیت د شورا د لويديځ غړي په افغانستان کې د ښځو د حقونو دپاره فکر منده دي او روس په سيمه کې د امنيت او نشه يي توکيو په تجارت تمرکز کړی دی.

چين او روس داسې هېوادونه دي چې د طالبانو سره د معاملې دپاره علتونه لري.

روس

د طالبانو لخوا د کابل د نيولو په دوېمه ورځ د افغانستان په حالاتو د ملګرو ملتونو د ملي امنيت په غونډه کې د روس استازي وېسلي نیبنزيا ویلي وو هیڅ د ويرې خبره نشته او ماسکو به په کابل کې سفارتي ماموريت دوامداره ساتي.

هغه ویلي وو روس ګوري چې طالبان کوم ډول ګامونه پورته کوي.

چين

چين چې په وروستيو کې په خپل شمالي ښار تيانجن کې د طالبانو د نهه مشرانو کورب توب کړی وو د نهې/ سه شنبې په ورځ چين په نړيواله ورورولۍ غږ کړی وو چې د طالبانو د مثبت مخ ډاډګېرنه او ورته لارښوونه وکړي.

پاکستان

پاکستان چې د کلونو راهسې پکې طالبان پاتې شوي د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري يې په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

هغه ویلي وو پاکستان په دغه اړوند د سيمې او نړۍ د دوست هېوادونو سره په رابطه کې دی.

غرب يا لويديځ

د لویديځ هېوادونو هم ویلي د افغانستان په رسميت پېژندنې په اړه به په شريکه فېصله کوي.

جي سېون

را روانه اوونۍ د نړۍ د اووه غټو صنعتونو مشران ويني، دوی به د طالبانو اهداف ټاکي او په دغو اهدافو پوره کولو به د طالبانو په رسميت د پېژندنې پرېکړه کوي.

په جي سېون ملکونو کې کېنېډا، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برتانيه او امریکا شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG