لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په چاودنه کې يو پوځي افسر وژل شوی، دوه ټپيان


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د پوځ په یو ګاډي چاودنه شوې چې پکې يو پوځي افسر وژل شوی او دوه سرتيري ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځ نن د اتوار/يکشنبې په ورځ 22 اګست ویلي، د بلوچستان صوبې په ګيچک علاقه کې د امنيتي سرتيرو په ګاډي ښخ کړی شوی بم چاودل شوی دی.

په چاودنه کې کېپټن کاشف وژل شوی او دوه سرتيري ټپيان شوي او ټپيان د خضدار روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

په سمدستي ډول د دې بريد زمه واري چا نه ده منلې.

بلوچستان کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د جمعې په ورځ 20 اګست د بلوچستان صوبې په ګوادر کې د چينايانو په يو کاروان بمي بريد شوی چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او د يو چينايي په ګډون پکې څو نور ژوبل شوي وو.

وروسته ويل شوي په ژوبلو کې يو بل تن هم ژوند د لاسه ورکړی وو.

چين د يادې پېښې وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د ګوادر په پروني بريد کې ککړ کسان دې مالوم کړي او سخته سزا دې ورته ورکړي، او پاکستان دې د امنيت دپاره کلک ګامونه پورته کړي چې نورې داسې پېښې ونه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG