لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکايي جېل کې په عافيه صديقي په مبينه توګه بريد، پاکستان يې د پلټنو غوښتنه کړې


پاکستان د امریکې نه غوښتي چې په عافيه صدیقي په امریکايي جېل کې په مبينه توګه کوم برید شوی د هغې پلټنې دې وکړي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند زاهد حفيظ چودري ویلي خبر ورته ترلاسه شوی چې په عافيه صديقي باندې په جېل کې په 30 جولايۍ يو بل بندي بريد کړی دی.

چودري ویلي په ياده پېښه کې عافيه صدیقي لږه ټپي شوې او اوس یې حالت ښه دی.

د بهرنيو چارو دفتر ويلي په واشنګټن کې د پاکستان سفارتخانې او په هيوسټن کې د پاکستان قونصلګرۍ دغه پېښه د امریکايي چارواکو سره شريکه کړې او په هيوسټن کې د پاکستان قونصل جنرل د عافيه صديقي تپوس له جېل ته هم ورغلی دی.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر په صديقي د بريد په اړه نور جزيات نه دي شريک کړي چې بريد پرې چا کړی دی.

د برتانيې يو ې ادارې کېچ په 19 اګست په صديقي د بريد خبر ورکړی وو، ياده اداره په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د اغېزمنو د حقونو دپاره کار کوي.

امریکايي چارواکو دغه خبر ته کوم غبرګون نه دی ویلی.

عافيه صدیقي څوک ده؟

عافيه صديقي د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکې ده هغه په کال 1990 کې امريکا ته د اعلا تعليم لپاره تلې او په کال 2001 کې يې د امريکا د برېنډيز يونيورسټۍ نه په نېورو ساېنس کې پي اېچ ډي اوکړه.

په امريکا کې د 9/11 د ترهګرو حملو وروسته عافيه صديقي پاکستان ته لاړه د هغې په اړه خالد شېخ محمد چې د ستمبر د ترهګر حملو ماسټر ماېنډ ګڼل کيږي امريکايي استخباراتو ته ويلي چې عافيه صديقي د القاېده لپاره د استاذې يا سامان وړلو راوړلو کار کوو.

هغه په دغه وخت کې په پاکستان کې سره د خپلو دريو بچو لا درکه شوه،او بيا څه موده وروسته د افغانستان په غزني کې ونيولې شوه.

هلته هغې په خپل بيان کې ويلي وو چې په زور بندي کړې شوې وه.

ویل کيږي په غزني کې د اختنو پوښتنو په وخت عافيه صديقي په کوټه کې پروت ټوپک اوچت کړو او يو امريکايي تن يي په ډزو ژوبل کړو په ځوابي ډزو کې عافيه صديقي هم ژوبل شوه .

په کال 2008 کې د نيويارک يو عدالت عافيه صديقي د وسلې په زور اخستلو او د اقدام قتل په جرم کې ککړه وبلله، او 18 مياشتې په زندان کې د ساتلو وروسته عدالت عافيه صديقي ته د 86 کالو بند سزا اورولې وه.

عافيه صديقي په ځان لګيدلي جرمونه نه وو منلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG