لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو د نړیوال تنظيم "پښتون ګلوبل ډیاسپوره"بنسټ کېښودل شو


په بهر هیوادونو کې د میشتو پښتنو د یو نړیوال تنظيم پښتون ګلوبل ډیاسپوره بنسټ په کنیډا کې کېښودل شو.

د پښتون کونسل کنیډا په کوربستیا کې د غونډې ګډون والو پریکړه وکړه چې د پاکستان او افغانستان نه بهر د پښتنو یو نړیوال تنظیم جوړول ډېر اهم دي.

په کنیډا کې د پښتنو د یو تنظيم پښتون کونسل کنیډا صدر سراج خان وویل چې په نړۍ کې دپښتنو ډیر تنظیمونه دي خو د یوه بله بې خبره دي:

" دگلوبل ډایسپورا خوب دا دی چې پښتانه چې که د شمالي امریکا یا نړۍ په هر یو هیواد کې دي د یو نړیوال تنظيم په شکل کې د یوبل سره وتړل شي.

په میسنویل ښار کې د درې ورځني ورکشاپ په وړومبۍ ورځ ډاکټر زبیر مسید او ډاکټر مقصود یوسفزي مقالې وړاندې کړې.

ډاکټر زبیر وویل چې دګلوبل ډایاسپوره قایمولو غټ هدف دا پکار دی چې پښتانه په یوه خبره یو شي چې د دوي اصل چیلنج یا سوال څه دی، د هغه په خیال اول یو منشور جوړول غواړي په کوم کې چې یو سکوټ هدف ټاکل شوی وي دهغه په خیال په پاکستان کې د وسني جمهوري نظام په موجودګۍ کې د حقونو خبره ځای نه شي نیولی:

" د ریاست او اولس تر منځه یوه نوې عمراني معاهده پکاره"

ډاکټر زبیر فکر کوي چې د پاکستان په رنګه په کثیر القومي ریاست کې اقلیتي قومونو ته په واک یو شان ویش ورکول پکار دي:

"مفاهمتي جمهوریت زمونږ مسلې ختمولی شي، اکثریتي جمهوریت نه"

ډاکټر مقصود یوسفزي د ایموشنل انټیلجنس (اي کیو) یعني احساساتي هښیارتيا په موضوع په مقاله کې وویل چې په پښتون قام د مشرۍ د صلاحیت نورې ودې ته اړتیا لري.

د هغه په خیال د احساساتي هښیارتيا معنا دا ده چې په یو تن په یو ځانګړي هنر کې خو کمال لري، لکه یو ښه ډاکټر یا یو ښه انجینیر کیدی شي خو چې کله دغه تن د یوې ډلې یا ادارې مشر شي نو که احساساتي هښیارتيا نه لري نو ناکامه به شي.

د ډاکټر یوسفزي په خیال احساساتي هښیارتيا د یو مشر لپاره ډېره ضروري وي چې د خپلو خلقو تربیه کولی شي.

ښاغلی یوسفزی وايي د آي کیو په مقابل کې د اي کیو د ودې زیات دی:

"یو تن دې ته تیارول کیدی شي چې هغه د مشرۍ جوګه کړی شي"

د پښتنو د ګلوبل ډایسپوره د قیام لپاره د کنیډا د مونټریال صوبې په میسنویل ښار کې درې ورځنۍ د سمر کیمپ په نوم ورکشاپ د اګست په دولسمه نیټه شورو چې تابیا یې پښتون کونسل کنیډا کړې وه.

د پي سي سي غړي جوهر لونګين وویل چې دا ورکشاپ به تر درې ورځو روان وي او په اخر کې به یې د کنیډا په میسیساګا ښار کې یو ورځنې کانفرنس او د بیا د موسیقۍ پروګرام وي.

د پي سي سي ستر سیکتر جهانګیر بخاري وویل چې وتلی هنر مند هارون باچا به د مو سیقۍ په برخه کې ملي کلامونه وايي.

په دې ورکشاپ او سیمنیار کې د یورپ او امریکا نه علاوه د یوشمیر هیوادونو نه پښتانه پوهان برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG