لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبايډن هیله څرګنده کړې روانه میاشت به د افغانستان نه د وتلو عمل سرته ورسي


د امريکا صدر جو بايډن ویلي د کابل نه د خلکو ويستو شمېرې به د ورځې نه بلې ته بدليږي او دغه کار په ځانګړي ډول په امنیت اډاڼه لري.

نوموړي دغه خبره د اتوار/يکشنبې په ورځ په ټيلي ويژن وېنا کې کړې ده.

د اتوار په ورځ سهار سپينې ماڼۍ ویلي د کابل نه په 24 ساعتونو کې 7800 کسان ويستل شوي دي، بيا د اتوار په ماښام ویل شوي وو نور 5100 هم بيا ويستل شوي دي.

د سپينې ماڼۍ چارواکو ویلي په تيره اوونۍ کې امريکې د کابل څخه 30زره 300 کسان د کابل څخه ویستل شوي دي او د جولايۍ د اخرې نه 35زره 500 کسان ويستل شوي دي.

د زرګونو په شمېره کې نور د کابل نه وتل غواړي.

صدر بايډن ويلي، "هغه امریکايان چې کور ته راغلل غواړي هغوی به راوستل کيږي، مونږ افغان اتحاديان هم را اوباسو، او هغه افغانان چې خطره لري د افغانستان نه وويستل شي".

د امریکا صدر ویلي د کابل نه امریکا ته نېغې الوتکې نه ځي ټولې الوتکې مختلفو هېوادونو ته ځي خلک په هوايي اډو کوزيږي او هلته د غېر امريکايانو امنیتي سکریننګ کيږي.

په 15 اګست چې طالبانو کابل نيولی په بله ورځ د افغانستان د خلکو ويستلو عمل پېل کړی شوی وو.

صدر بايډن ویلي هيله لري چې د کابل نه به د خلکو ويستو عمل د 31 اګست پورې سرته ورسي.

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې که نړیوال مشران د خلکو ویستو دپاره نور وخت وغواړي نو امریکا به څه وايي، جوبايډن ويلي "ګوري به چې دوی څه کولی شي".

د صدر بايډن د افغانستان نه د وتلو په عمل نيوکې کيږي نه يواځې په نیوکې کوونکو کې ريپلکن غړي شامل دي بلکې د جوبايډن د ګوند خپل غړي هم په هغه نیوکې کوي.

خو بايډن د افغانستان نه د وتلو د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ويلي يې دي "يو نه يو ورځ خو د افغانستان نه وتل دي که نن ونه وځي نو کله به ووځي".

امریکايي خبري ادارې (سي بي اېس) د اتوار په ورځ په يوه نظرپوښتنه کې ويلي د افغانستان نه د پوځ وتل په بده طريقې سره کيږي.

د نظر پوښتنې ترمخه 63فيصده امریکايانو ويلي چې د افغانستان نه د وتلو په حق کې دي، 47 فيصده ویلي څنګه چې صدر بايډن پوځ اوباسي دوی ورسره اتفاق لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG