لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انارکلي هنریار په ګډون لسګونه افغان سیکان او هندوان هم له هېواده ووتل


واشنګټن ـــ هندوستان هم د نورو هېوادونو غوندې له افغانستانه د خپلو وګړو، افغان هندوانو او سیکانو د خوندي ایستلو کار جاري ساتلی او وایي تر اوسه یې په تېرو لسو ورځو کې 800 کسان ور ستانه کړي دي.

هند وایي په دغو ستانه کړو کسانو کې لسګونه افغان هندوان او سیکان هم شامل دي او له دې سره سره د افغانستان لپاره د هند سفیر او سفارتي کارکوونکي هم نوي ډیلي ته رسېدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر وایي پر کابل د طالبانو تر کنټرول وروسته چې کوم بحران پیدا شوی او خلک له افغانستانه د کډوالو په توګه هندوستان ته ورتلل غواړي هغوی یواځې د الیکټرانیک ویزې له لارې ورتلای شي.

د هند نړیوال فورم مشر پنیت سینګ وایي په ور ستنو شویو کسانو کې شاوخوا 50 تنو یې افغان سیکان او هندوان دي او وایي چې تقریباً 200 افغان سیکان لا هم کابل هوایي ډګر ته نیژدې د کارته پروان په ګردواره کې د وتلو په تمه دي.

افغانه سیاستواله او د افغانستان د پارلمان غړې انارکلي‌ هنریار هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای له دغو افغان سیکانو او هندوانو سره هند ته کډه شوې ده، هغې نوي ډیلي ته په رسېدو له رسنیو سره د خبرو په وخت و ژړل او ویې ویل:

"تر څو چې په افغانستان کې یو نوی حکومت نه وي جوړ شوی د مدني فعالانو او سیاستوالو د خوندیتوب هیڅ ضمانت نه شته".

ښاغلی پنیت سینګ وایي په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو ډېره لږ ابادي ده، چې وایي د ټولو افغان سیکانو شمېر 1,300 او د هندوانو شمېر 600 دی چې وایي ډېر یې په کابل ښار کې دي.

په افغانستان کې موجود یوه افغان سیک چرن سینګ ټایمز آف انډیا ورځپاڼې ته ویلي، د طالبانو یوې ډلې د کابل د کارته پروان په ګردواره کې د سیکانو او هندوانو له استازو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له دوی دې نه وېرېږي او له هېواده دې نه ځي.

د چرن سینک په وینا طالبانو دوی ته خپلې ټیلیفون شمېرې هم ورکړې دي او ورته ویلي یې دي چې که هغوی ته د چا له خوا څه ستونځه پېښېده له دوی سره دې رابطه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG