د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روس د صدر ولاديمير پيوټن سره په افغانستان کې په بدلېدونکو حالاتو او دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړي دي.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر ويلي، عمران خان د پاکستان او سیمې دپاره د افغانستان په امن او ثبات ټينګار کړی او ویلي يې دي د افغانانو خوندیتوب، امنيت او د حقونو ساتل او ټول شموله سياسي جوړ جاړی د مخکې تلو دپاره غوره لاره ده.
عمران خان ټینګار کړی چې نړيوالې ټولنې له پکار ده چې د افغانستان د خلکو د مثبت ملاتړ سره پاتې شي چې د دوی بشري او اقتصادي ضرورتونه پوره کړي.
عمران خان د ټرايکا فلېټ فارم په اهميت ټينګار کړی او د روس سره په اړيکو يې د اطمينان څرګندونه کړې ده.
د پاکستان وزيراعظم او د روس د صدر سره دغه ټيليفوني خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولي دي.
پاکستان وايي په افغانستان کې يې تل د سولې دپاره کردار ادا کړی او اوس هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت ملاتړ کوي.
په عېن حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان په روانو حالاتو د تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان او ايران په سفر دی.
د طالبانو د افغانستان نيولو وروسته داسې بحثونه هم پېل شوي چې کوم ملک به لومړی په رسميت طالبان وپېژني. په دغه اړوند روس او پاکستان د وړاندې نه خپل نظرونه هم شريک کړي دي.
روس
د طالبانو لخوا د کابل د نيولو په دوېمه ورځ د افغانستان په حالاتو د ملګرو ملتونو د ملي امنيت په غونډه کې د روس استازي وېسلي نیبنزيا ویلي وو هیڅ د ويرې خبره نشته او ماسکو به په کابل کې سفارتي ماموريت دوامداره ساتي.
هغه ویلي وو روس ګوري چې طالبان کوم ډول ګامونه پورته کوي.
پاکستان
پاکستان چې د کلونو راهسې پکې طالبان پاتې شوي د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله به د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.
هغه ویلي وو پاکستان په دغه اړوند د سيمې او نړۍ د دوست هېوادونو سره په رابطه کې دی.