لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د مقاومت استازو د پنجشیر پرسر له طالبانو سره خبرې کړي


د طالبانو په وړاندې د مقاومت د وروستي ځای پنجشیر استازو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ګاونډي پروان ولایت په سرښار چاریکارو کې له طالب استازو سره وکتل تر څو شخړې ته یو سولیز حل ومومي.

فهیم دشتي څوک چې په پنجشیر کې له احمد مسعود سره له نېږدې کار کوي دغه لیدنه تایید کړې ده.‌

احمد د احمد شاه مسعود ځوی دی څوک چې د شمالي ټلوالې مشر وو او بیا په ۲۰۰۱ کال کې ووژل شو.‌

دشتي د خپل پلاوي د جوړښت په اړه وویل، "ځینې پخواني‌ وزیران او د پارلمان پخواني غړي هم په کې وو نه یواځې له پنجشیر څخه بلکه له نورو ولایتونو څخه هم."

د طالبانو یوې سرچینې هم چې د دغې ډلې رسمي ویاند نه دی د نوم نه ښودلو په شرط دغه لیدنه تایید کړې ده.

هغه امریکا غږ ته وویل، چې د طالب پلاوي مشري مولوي امیر خان متقي کوله.

دشتي وویل، د دوه اخیز پلاوي په کچه لیدنې د پخوانیو هڅو پایله وه.

هغه وویل، "په تېرې اونۍ کې لږ تر لږه د طالبانو دوه پلاوي وو او حتی له هغې مخکې هم او اوس هم د دواړو لوریو ترمنځ خبرې ښکته پورته کېږي."

د دغو خبرو پایلې او پیغامونه د دې سبب شو چې پنجشیر له مقاومت څخه د خبرو لپاره یو پلاوی واستوي تر څو له طالبانو سره وویني.

دشتي دا هم وویل، چې طالبان پنجشیر درې ته د پرتو لارو کنټرول هم لري خو د تېرو دوو ورځو راهیسې د اوبو او خوراکي توکو لېږد په عادي ډول پر مخ روان دی.

د پخواني ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح د اګسټ په ۲۴ نېټه په یو ټویټ کې لیکلي، چې طالبانو پنجشیر ته د خوراکي توکو او سون موادو په وړلو باندې بندیز لګولی.

صالح لیکلي وو، "بشري حالت خراب دی. په زرګونو ښځې او ماشومان غرونو ته تښتېدلې دي."

صالح همدارنګه طالبان په دې تورن کړي چې له ښځو او ماشومانو څخه ځان ته د ډال په توګه کار اخلي تر څو شاخوا وګرځي او کورونه تالاشي کړي.‌

په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون جګ پوړي افغان رهبران له طالبانو سره ښکېل پاتې دي او د خپل سولیز حل لارې ته هیلې ساتي.

د داکټر عبدالله د ډلې یو چارواکي امریکا غږ ته وویل، "ډاکټر عبدالله له احمد سره تېره شپه خبرې وکړې او هغه یې وهڅوو چې یو پلاوی جوړ کړي او په خبره باندې سره ځان پوه کړي."

طالبانو په وار وار ویلي چې دوی غواړي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.‌

یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې کرزي او عبدالله وړاندیز کړی چې له طالبانو سره خبرې یې له کابل څخه دوحې ته انتقال شي خو ګلبدین حکمتیار ټینګار کړی چې خبرې دې په کابل کې پاتې شي.

د پنجشیر جغرافیې او ډیموګرافۍ ته په کتلو سره په زور سره د دغې درې نیول ډېر سخت دی.

طالبانو په ۱۹۹۰مې لسیزې کې د خپلې لومړنۍ دورې پر وخت هم پنجشیر ونشو نیولی او بیا د القاعده سره تړلي یو کس د خبریال په جامه کې احمد شاه مسعود باندې برید وکړ او هغه یې وواژه.

دشتي په نړیوالې ټولنې باندې غږ کړی چې په طالبانو باندې فشار راوړي تر څو معنی لرونکو خبرو ته ننوځي او یو داسې حکومت جوړ کړي چې د ټولو استازولي وکړي او د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندي وي.

دشتي یو ځل بیا ژمنه وکړه کچېرې پر هغوی جګړه وتپل شي نو دوی به نه یواځې د پنجشیر لپاره بلکه د ټول افغانستان لپاره جګړه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG