د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټر د زيارت/پنجشنبې په ورځ (26 اګست) د کابل په هوايي اډه بريدونه غندلي دي.
د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه په دغو بريدونو کې لږ تر لږه 72 کسان وژل شوي چې 60 افغانان او 12 امریکايي سرتيري وژل شوي او د 100 نه زیات کسان پکې ژوبل شوي دي.
دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.
انتونيو ګېټرس ویلي، په دغو ترهګرو بريدونو کې د هغو افغانانو ګڼه په هدف شوې چې د افغانستان څخه يې وتل غوښته.
د ملګرو ملتونو وياند سټېفن ډوجېرک ویلي، دغه بريدونه په افغانستان کې د بدامنۍ وضعيت څرګندوي خو د ملګرو ملتونو هوډ پياوړی کوي چې افغانانو ته به فوری مرستې ورکوي.
د نېټو عمومي سېکتر جينز سټولټنبرګ دغه وحشي بريدونه په کلکه غندلي او ویلي يې دي اتحاديانو ته پکار ده چې پاتې خلک په خونديتوب سره اوباسي څومره زر چې ممکنه وي.
د طالبانو ویاند سهېل شاهين هم دغه بريدونه غندلي او ویلي يې په دې بريدونو کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.
د راپورونو ترمخه داعش د بريدونو زمه واري منلې ده.
د برتانيې وزيراعظم جان بورسن هم دغو بريدونو ته وحشی بريدونه ويلي دي، هغه ويلي دغه بريدونه د 31 اګست نه وړاندې د وتلو اهميت په ګوته کوي چې د خلکو ويستل چټک کړی شي.
امریکايي استازي پېټر مېجر په چا چې په وروستیو کې د کابل په پټه سفر باندې نيوکې کيږي، هغه ويلي دا هغه بريدونه دي چې دوی يې ويره لرله.
د امریکې د سېنېټ د بهرنيو چارو کمېټۍ دغو بريدونو ته ډارن يا بزدلانه بريدونه ويلي دي.
کمېټۍ ویلي، دا انساني بحران دی او د امریکا حکومت بايد چې هوايي اډه خوندي کړي امریکايي وګړي او هغه افغانستان چې د خطرې سره مخ دي اوباسي.
يورپي يونين هم د کابل په هوايي اډه بريدونه غندلي دي.