لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د پاکستان بهرنۍ پاليسي په  امن کې شاملېدل، نه چې په جنګ کې


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، "مونږ فېصله کړې چې خپل ملک به نور نه استعمالوو، اول مونږ د امریکا سره ملګري شو د هغو په لومړي صف کې ودرېدو په افغانستان کې مو جهاد وکړو پېسې هغو راکړې جهاديان مونږ وروزل، څنګه چې سویت يونين لاړو امریکا هم لاړه او په مونږ يې بندېزونه ولګول".

عمران خان ويلي "د پاکستان بهرنۍ پاليسي اوس داسې ده چې په امن کې به شراکت دار وي د چا په جنګ کې به شرکت نه کوي".

د زيارت/پنجشنبې په ورځ (26 اګست) په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وېنا کې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه هغه وويل،

"افغانان دلیر او جنګيالي خلک دي د روس پرضد جنګېدلي ويريږي نه، اوس ولې ونه جنګېدل؟ ځکه چې حکومت يې کرپټ يا غبن کوونکی وو د هغې دپاره ونه جنګېدل او افغانان د امریکا د ملاتړي افغان حکومت دپاره نه دي جنګيدلي"

عمران خان وويل، "اوس پوره هڅې پکار دي او هغه نړيوالې ورورولۍ ته وايي چې پوره هڅې وکړي چې د افغانستان د حکومت اوس مرستې پکار دي، طالبانو ويلي يې دي چې ټول په حکومت کې شاملوو او دا ښه خبره ده د دوحه په خبرو کې دا غوښتل کېده".

نوموړي وويل "طالبانو ويلي چې بشري حقونه ساتو، د معافۍ اعلان يې وکړو، خپله ځمکه د ترهګرۍ دپاره نه کاروي او نړۍ دا غوښتل، نو چې هغو (طالبانو) دا وويل، نو بيا دا ويل چې طالبان به په خپله ژبه ودریږي که نه ودریږي چې کله يې ژبه ماته کړه بيا اووايئ اوس خو يې مرسته وکړئ، د دې دپاره چې په افغانستان کې امن وي".

عمران خان زياته کړه "اوس وخت راغلی چې نړۍ مرسته وکړي چې په افغانستان کې امن راولي او طالبان هڅه کوي چې ټول شامل کړي د امن خبره کوي نو د هغوی مرسته وکړئ".

خو د پاکستان وزیراعظم په دې اړه څه ونه ویل چې په افغانستان کې به د طالبانو حکومت په رسميت ومني که ونه مني.

طالبانو چې په 15 اګست کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله به د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

هغه ویلي وو پاکستان په دغه اړوند د سيمې او نړۍ د دوست هېوادونو سره په رابطه کې دی.

عمران خان په خپله وېنا کې زیاته کړه "د 11/9 نه وروسته بيا امريکې ته د پاکستان ضرورت پېښ شوپه افغانستان کې يې جګړه کوله په نومبر 2001 کې جارج بش وويل چې دا ځل به پاکستان داسې نه پرېږدو او بيا پاکستان د امریکا په جګړه کې شامل شو او خپل جنګ يې ورته وويلو، پېسې به يې د هغو (امریکا) نه اخستې او جنګ يې ورته خپل ویلو".

هغه وویل، "پاکستان د هغو (امریکې) مرسته کوله او امريکا پرې بمباري کوله 480 ډرون بريدونه يې په پاکستان کې کړي او داسې چرته نه دي شوي او په پردي جنګ کې پاکستان 70/80زره قربانۍ ورکړې او بيا پاکستان ته وويل شو چې ستاسو له وجې په افغانستان کې کامياب نه شو".

عمران خان وويل ځکه پاکستان به نور د بل چا دپاره نه کاریږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG