د امریکا صدر جوبايډن ويلي، "د غېر معمولي خطرو باوجود مو په څو ورځو کې د (افغانستان) نه د يو لک نه زيات خلک وويستل، مونږ کولی شو او مونږ به ضرور خپل مشن بشپړ کوو".
جوبايډن په ټویټر ویلي، "ترهګر به زمونږ حوصلې ماتې نه کړي، مونږ به دوی ته اجازت ور نه کړو چې زمونږ ماموريت ودروي، مونږ به د وتلو عمل دوامداره ساتو".
د امریکې صدر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د زيارت/پنجشنبې په ماښام (26 اګست) د کابل په هوايي اډه دوه ځانمرګي بريدونه شوي او د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه په دغو بريدونو کې د 60 پورې ملکي وګړي او 13 امریکايي سرتيري وژل شوي دي.
صدر بايډن د دغو بريدونو وروسته ويلي وو، چې د کابل هوایي ډګر سره د شوې چاودنې عاملین به امریکا پیدا کوي او له منځه به یې وړي.
صدر بایډن د واشنګټن په وخت د زیارت ورځې په مازیګر پرېس کنفرانس ته خبرې وکړې او ویې ویل چې امریکا به دا حمله هېره نه کړي، وبه یې نه بخښي، او ضرور به یې عاملینو پسې وګرځي او هغو به له منځه یوسي. هغه دا هم وویل چې د داعش ډلې مفاداتو باندې د حملو دستور یې ورکړی دی.
داعش د کابل د بريدونو زمه واري منلې ده.
صدر بايډن په بل ټويټ کې ویلي "چا چې ژوند د لاسه ورکړی هغوی زمونږ اتلان دي، دغه اتلان چې خپل ژوند يې په خطره کې اچولی. د بل چا د ژوند ژغورولو دپاره ماموريت کوي. دا زمونږ کله اراده ده او دا مقدس به کار مونږ جاري ساتو، د هغو کورنيو دپاره چې ژوند يې د تل دپاره پاتې شي".
د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه په کابل کې د ځانمرګو بريدونو وروسته نن د جمعې په ورځ الوتنې بيرته روانې شوي دي.