لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او: په افغانستان کې د ناروغانو او ټپیانو د درملنې لپاره طبي وسایل په ختمېدو دي


واشنګټن – د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو اچ او وايي، په مات شوي افغانستان کې د میلیونونو کسانو د درملنې لپاره شته طبي وسایل یواځې څو ورځې نور کار کوي.

دوی وایي، په ځانګړي توګه د کابل په هوايي ډګر کې د زیارت یا پنجشنبې د ورځې له بمي چاودنې وروسته په کومه کې چې تر سلو زیات کسان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول د د ټراوما کېټس په څېر وسایلو ته سخته اړتیا ده.

ډبلیو اچ او وايي، په روغتونونو او کلینیکونو کې اړین توکو، درملو او د خوار ځواکۍ ماشومانو لپاره د مغذي توکو کموالی لیدل کېږي.

په ډبلیو اچ او کې د ختیځې مدیترانې سیمې مشر رېک برینن وايي، له کابل هوايي ډګر څخه تجارتي الوتنې د امنیتي ستونزو له امله بندې شوې.

له دې امله دی وایي، دی وایي، ډبلیو اچ او په نورو لارو غور کوي چې دغه هېواد ته درمل او طبي وسایل واستوي.

برینن وویل، "د دې کار لپاره ګڼې امنیتي ستونزې او خنډونه دي، خو هیله او تمه لرو چې په راتلونکو ورځو کې به زیات طبي وسایل د پاکستان د حکومت په مرسته ورسوو. اوس مهال د کابل هوايي ډګر ددغو طبي وسایلو د لېږلو لپاره سمه لاره نه ده نو ځکه مونږ ښايي د مزار شریف له هوايي ډګر څخه کار واخلو او تمه لرو چې زمونږ لومړنۍ الوتنه به په راتلونکو څو ورځو کې وشي."

په افغانستان کې حالات ترینګلي او نازک دي. بشري اړتیاوې په ټول هېواد کې زیاتې او لا هم په زیاتېدو دي. ملګري ملتونه وايي، شاخوا ۱۸ میلیونه خلک نړیوالو مرستو ته اړتیا لري چې په دوی کې ۳.۵ میلیونه داخلي بې ځایه شوي خلک هم شامل دي. په بې ځایه شویو کسانو کې تر نیم میلیون زیات کسان یواځې په روان کال کې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي.

برینن وايي، ډبلیو اچ او ژمنه ده چې په افغانستان کې پاتې شي او له اړینو او بې ځایه شویو خلکو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، د ښځو او ماشومانو د روغتیا په اړه زیاته اندېښنه ده.

برینن زیاته کړه، "مونږ له مخکې اورو چې ځینې ښځینه روغتیايي کارکونکې کار ته نه ځي او ځینو روغتیايي مرکزونو ته د ښځو او ماشومانو په ورتګ کې کموالی راغلی. دا یو ځل بیا د روغتیايي وسایلو د رسولو اړتیا په ډاګه کوي تر څو له ښځینه روغتیايي کارکونکو سره په خپلو کارونو کې مرسته وکړي او کورنۍ وهڅول شي چې خپلې میندې او ماشومان د اړتیا پر وخت روغتیايي مرکزونو ته ورسوي."

برینن وايي، ډبلیو اچ او په ټولو ۳۴ ولایتونو کې کارکونکي لري او د روغتیايي حالاتو ارزونه کوي.

هغه وايي، له نیکه مرغه تر ۲۲۰۰ هغه روغتیايي مرکزونه چې د ډبلیو اچ او لخوا چلول کېږي ټول کار کوي.

خو هغه خبرداری ورکړ که چېرې هغه طبي وسایل چې په چټکۍ سره په خلاصېدو دي ژر بېرته پوره او نوي نشي نو زیات خلک به ناروغه او مړه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG