لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانه فعاله مریم ګردیوال: که د طالب مفکوره بدله شوې وي، نو بیا پکار ده بل نوم ورته کېږدو


په تیرو شلو کلونو کې د ټولنې پرېکړو ته د ښځو راوستلو په لار کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د تاوتریخوالي راټیټولو او لمنځه وړلو لپاره مبارزه، د هېواد په مدیریت کې د ښځو سیاسي ګډون زیاتول او ښځو ته د ښوونې او روزنې زمینې برابرولو په لړ کې ډير کار شوی. خو اوس چې طالبان د افغانستان په هر ګوټ کې دي افغانې مېرمنې خپل راتلونکی یو وارې بیا په خطر کې ویني.

مریم ګردیوال ډیوه ته وايي افغانې ښځې د یو سخت وخت سره مخامخې شوي دي. هغه زیاتوي:

"۲۰ کاله وړاندې د طالبانو لخوا د ښځو سانسور یواځې یوه مفکوره نه وه بلکې دا یو لوي سیاسي پلان وو چې د افغاستان راتلونکی نسل د تیارو سره مخ کړي."

یوه بله افغانه فعاله محبوبه سراج امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکه کې نړیوالې ټولنې سختې نیوکې کړي چې افغانستان یې په خراب حالت کې یوازې پریښود.

مېرمن سراج زیاتوي:

"اوسنۍ وضع ډېره خرابه ده او د دې لویه وجه د واک او اختیار نشتوالی دی. زمونږ په هېواد کې دا وخت څوک نشته چې حکومت وچلوي. د واک اختیار د نشتوالي له کبله مجرمین په خلاص مټ ګرځي. د دې نه پرته مونږ ته معلومه نده چې سبا به څه کیږي. ایا دوي به مونږ ټول وژني؟ ایا دوي به مونږ په زندانونو کې اچوي؟ که دوي به زمونږ بې عزتي کوي؟ او یا ددې بل متبادل دا دی چې دا به نه کیږي. هر څه به ښه شی او مونږ ته به د خپل هېواد بیا جوړولو موقع په لاس راشي. "

که څه هم طالبانو په خپل خبري کانفرنسونو کې وييلي چې ښځو ته به د اسلامي او شریعي چوکاټ دننه خپلو دندو او زده کړو ته د تللو اجازه وي، خو د راپورونو له مخه دوي تر اوسه خپلو وظیفو ته په بیرته تلو کې ناکامه شوي.

د کابل اوسیدونکې ځلا (فرضي نوم) وي او اې ډیوه ته وايي:

"د طالبانو د دې خبرې وروسته چې ښځې کار ته تللی شي، ما هڅه وکړه چې بیرته دفتر ته ولاړه شمه. خو د دفتر په خولې کې طالبانو راته وویل چې بیرته کور ته ولاړه شم."

امریکا او د نړۍ لسګونو هیوادونو د افغان میرمنو او نجونو په وضعیت 'ژوره اندیښنه' ښودلې.

د طالبانو مشران د شریعه قانون عملي کولو خبرې کوي. نړۍ د طالبانو سخت مذهبی محدودیتونه کوم چې په خلکو په کال ۱۹۹۰ کې پلې کړي وو رد کړي. د ۱۹۹۰ م کلونو د واک پر مهال طالبانو به یوازې هغه ښځې بهر پرېښودلې چې محرم ولري. خو هغه ښځې چې ځان ته ازاد کاروبارونه وکړي، کار وکړي، تعليم وکړي په سياسي او هلو ځلو کې برخه واخلي، هغوي ته هيڅ اجازت نه وو.

مریم ګردیوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان بدل شوي وايي:

"که د طالب مفکوره بدله شوي وي نو بیا نوم یې هم طالب نه دی. بیا پکار دی چې یو بل نوم ورته کښیښودل شي. دا به لویه تېروتنه او خوشباوري وي چې ګواکي طالب بدل شوی. "

د ملګرو ملتونو د راپور له مخه چې ښایي د روان کال تر پایه د نیم میلیون په شاوخوا کې افغانان هیواد پریږدي. په دغو کې به ګڼ شمېر ښځې او ماشومان شامل وي.

ویرجینیا ته راتلونکي د افغان کډوالو تنظیم کوونکی نور رحیمي وايي د افغانستان څخه راتلونکي افغانې مېرمنې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي. ښاغلی رحیمي وايی:

"ډیری یې د ژبې سره اشنا نه دي او نورو ته کلتوري شاک دی."

افغانستان کې دوامدارې جګړې په هیواد کې د ښځو پر تعلیم سخت اغېز کړی. د راپورونو له مخه په افغانستان کې له سواد څخه د محرومو ښځو شمېر د بېسواده نارینه و درې برابره زیاته ده.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG