لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ته راتلونکي افغان کډوال څوک دي؟ 


د امریکا په ویرجنیا کې ډالس هوايي ډګر ته نوي رسېدلي افغان کډوال
د امریکا په ویرجنیا کې ډالس هوايي ډګر ته نوي رسېدلي افغان کډوال

واشنګټن: کله چې د اګست مياشت په نيميايئ کې د افغانستان نه په بيړه د وتلو لړۍ پيل شوه نو په زرګونو افغانان تر اوسه امريکا ته رسېدلي ديچې ډېر پکې هغه خلک دي چا چې په تېر شل کاله کې د امريکايي ځواکونو سره مرسته کړې.

امريکايي ځواکونه ولې افغانان اوباسي؟

ولسمشر جو بايډن ويلي امريکا هدف لري چې د 50,000 نه تر 65,000 پورې افغانان ملګري د 31 اګست چې د ځواکونو د ويستلو ټاکلې نېټه دهنه وړاندې اوباسي.

داسې ښکاري د بايډن اندازه په هغه بنياد وي څومره افغانانو چې د انساني همدردۍ په بنياد د امريکا د سپيشل ايمګريشن وېزه لا ايس اي وي دپاره سره د خپلو کورنو د افغانستان نه د وتلو خواست کړی وي.

د امريکا حکومت د دې تفصيل ورکولو نه ډډه کړې چې تر اوسه د کابل نه د ويستلو په لړۍ کې څومره افغانان امريکا ته راغلي او هغوی په کومحثيت کې راوستل کيږي.

ايس اي وي پروګرام څه دی؟

دا ځانګړې وېزه هغه افغانانو ته ورکول کيږي چا چې د امريکايي ځواکونو سره د ترجمان لا په نورو حيثيتونو کې مرسته کړې وي او اوس د طالبانو دواک اخستلو وروستو د طالبانو او نورو تند لارو اسلامي ډلو نه خپل ژوند په خطر کې ويني.

د ايسوسي ايشن اف وار ټايمز ايلايز د تازه رپورټ چې د افغانستان او عراق د ايس اي وي حيثيت د پاره د درخواست کونکو وکالتکوي د شمېرو تر مخه د افغانستان نه تر 5000 پورې درخواستونه يې تر لاسه کړي.

ای ډبليو ټي وايي د اندازې مطابطق 65,000 خواست کونکي او د کورنو غړي يې په افغانستان کې پاتې دي.

دا افغانان څوک دي چې امريکا ته راځي؟

د پينټاګان تر مخه د امريکا د پوځي انخلا په پروازونو کې د کابل نه هغه افغانان راوباسي چې د امريکا تابېعت لري، قانوني مستقل ريايشي اسنادلري، د ايس اي وي خواستګاران وي او پکې څه نور بې څوکه افغانان هم دي.

په افغانانو کې چې امريکا ته داخيليږي هغه خلک دي چې د ايس اي وي درخواستونه يې د پروګرام سره سم منل شوي دي.

قانون پوهان وايي هغه نور افغانانو له چې امريکا ته راځي به کېدلی شي د پناه اخستلو او دې ته ورته فارمونه اخستل پکار وي.

هغه افغانانو ته به چې امريکا ته راشي او د ايمېګريشن پوره قانوني حيثيت نه لري د څه وخت د پاره د عارضي انسانۍ همدردۍ لا د هيومنيټيرينپيرول په بنياد اجازت ورکړل شي.

دبايډن حکومت دا نه دي ويلي چې څومره افغانان د عارضي انساني همدردۍ په بنياد امريکا ته راولي خو وکيلان وايي کېدلی شي زيات ترهراتلونکي خلک وېزې ونه لري او پیرول ته حاجتمند وي.

افغانان چې امريکا ته راورسيږي ورسره څه کيږي؟

د امريکا د افغانستان نه د خلکو د ويستلو پروازونه تر اوسه يواځې د ورجينيا ايالت په ډیلس هوايي ډګر راغلي.

هغه افغانان چې امريکاي تابعت لري او لا د مستقل اوسېدو اسناد لري د کرونا وايرس د ټېسټ نه وروستو خپلو ځايونو ته تللی شي او دايس اي وي د لارې راغلي خلک په ورجينيا، ټېکساس، وېسکانسن او نيو جرسي ايالتونو کې پوځي مرکزونو ته وړل کيږي چې نوره قانوني کاروايييې پوره شي.

کوم افغانان چې پوځي مرکزونو ته لېږل کيږي د هغو دغلته د نورو مرستو سره سره د صحت معاينه کيږي او په امريکا کې د کار کولو د اجازت نامې پهورکولو کې يې مرسته کيږي.

د رايټرز د خبر تر مخه په فورټ لي ورجينيا کې د کډوالو د پاره کارکونکو ويلي دا عمل پوره کېدل د يوې ورځې نه تر يوې اوونۍ او ممکن د دې نه همډېر وخت نيولی شي.

د امريکا د کډوالو د بيا بحالۍ ادارې د يو لوړ پوړي چارواکي د وينا د مخه چې په پوځي مرکزونو کې دا عمل سر ته ورسي نو دغه افغانان به د امريکا دکډوالو د تنظيم سره وتړل شي.

د کډوالو تنظيم ايس اي وي به قانوني حيثيت لرونکو افغانانو ته کورونه، د کور سامان او خوراک ورکوي او په امريکا کې د اوسېدو په اوږدو کې بهورسره مرستې کوي.

ايا د راتلونکو افغانانو امنيت ته د ګواښ جوړېدو جاج اخستلی کيږي؟

افغانان څوک چې ايس اي وي حيثيت غواړي له لازمه ده چې په درخواست کې غوښتل شوي څوارلس مرحلې پوره کړي چې پکې د وېزې دپاره انټرويو او سېکيورټي سکرين هم دی.

د بايډن حکومت وايي د ايس اي وي غوښتونکو ته د نور قانوني عمل د مخکې وړلو د پاره امريکا ته د راتلو اجازت ورکړل شوی دی.

د چا کار چې په لمړيو مرحلو کې وي هغه به دريم ملک لکه قطر، متحده عرب امارات، بحرین او جرمني ته لېږل کيږي. د حکومت يو لوړ پوړيچارواکي ويلي په يادو هېوادونو کې به د امنيت په اړه د دې افغانانو ژوره کتنه وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG