لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

البانیا ته د افغان کډوالو لومړنۍ ۱۲۱ کسیزه ډله ورسېدله


واشنګټن - د طالبانو له وېرې د افغان کډوالو لومړنۍ ۱۲۱ کسیزه ډله د جمعې په ورځ البانیا ته ورسېده.

دغه هېواد د امریکا په غوښتنه دا ومنله چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانانو ته په خپل هېواد کې په لنډ مهاله توګه ځای ورکړي.

تمه ده ده داسې نور افغان کډوال به هم د بالکان دغه لویدیځ هېواد ته ولاړ شي که څه هم د وخت په اړه یې باور نشته ځکه د کابل په نړیوال هوايی ډګر کې حالات ډېر ترینګلی دي.

امریکا او نور هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیانو د وتلو تر نېټې پورې چې د اګسټ ۳۱ ده ټول امریکایان او نور له ګواښ سره مخ کسان وباسي.‌

په ورته وخت کې په کابل کې د نورو بریدونو په اړه هم اندېښنې او ګواښونه شته.

د البانیا چارواکي وايي، دغه هېواد ته په لومړنیو ۱۲۱ افغان کډوالو کې د مدني ټولنې فعالان او نور افغانان شامل دي چې ۱۱ تنه واړه ماشومان هم ورسره دي.

البانیا ته دغه پرواز په جیورجیا کې یوه دمه کړې او بیا په سیمیز وخت د سهار په دریو بجو په ټیرانا کې د دغه هېواد لوی هوايي ډګر ته رسېدلی دی.

البانیا ته دغه لومړني رسېدلي افغان کډوال له ټیرانا څخه ۳۸ کیلومټره واټن کې په ساحلي ښار ډوریس کې په دریو هوټلونو کې په لنډمهاله توګه ځای پر ځای شوي دي.

د البانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، "مونږ د هر څه لپاره تیاری نیولی چې په هغو کې د اسنادو او ریجسټریشن پراسس کول، روغتیايي چېک، خواړه، ټرانسپورت او د هغوی د خونديتوب لپاره لازم توکي شامل دي."

په دغه مهال په البانیا کې د امریکا سفیر یوري کېم هم موجود وو او د البانیا له میلمه پالنې یې مننه وکړه.

البانیا یو له هغو لومړیو هېوادونو څخه وو چې له خطر سره د مخ افغانانو منلو ته یې سینه ووهله. په پیل کې یې ویلي وو چې په سلګونو ته به ځای ورکړي او وروسته یې بیا دا شمېره ۴۰۰۰ ته لوړه کړه خو له کابل څخه کېدونکې الوتنې ډېر ځله کنسل او ځنډېدې.

له البانیا سربېره شمالي مسېډونیا او کوسوو هم منلې چې له خطر سره مخ افغانانو ته ځای ورکړي.

البانیا او کوسوو وايي، دوی له افغانستان څخه د ویستل شویو افغانانو سره مرسته خپله اخلاقي کار بولي. دیرش کاله مخکې په زرګونو البانیایان د کمیونیزم له پرځېدو وروسته د ښه ژوند جوړولو لپاره لویدیځې اروپا ته کډه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG