لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوېدیځ چارواکي: له افغانستانه د را وتونکو خلکو وروستیو پروازونو ته لویه خطره ده


واشنګټن – داسې ښکاري چې د نهې یا سې شنبې په ورځ به له افغانستان څخه د امریکایانو د را وتلو وروستي پروازونه ډېر خطرناک وي.

د لویدیځ پوځي چارواکو ویلي، په دغو الوتنو کې به په افغانستان کې پاتې وروستني امریکايي سرتیري له افغانستان څخه وځي او پر مځکه به یې د ژغورلو لپاره هېڅ ملګری ځواک نه وي.‌

دوی به په طالب جنګیالیو باندې تکیه لري تر څو دا باوري کړي چې د داعش لخوا به په هوايي ډګر او یا د الوتنې د پورته کېدو پر وخت په الوتکې باندې د کوم راکټ یا توغندي برید نه کېږي.

امریکايي او برتانوي چارواکو دا منلې ده چې وروستۍ الوتنې به له ډېر زیات خطر سره مخ وي.

د برتانیې دفاعي چارواکو څخه جنرال نېک کارټر د شنبې یا خالي په ورځ وویل، هر کس باید خبر وي چې د امریکا قومندانان او سرتیري له څه ډول ازموینې سره مخ دي تر څو دا باوري کړي چې له افغانستان څخه وروستۍ الوتنه هم باید په خوندي توګه ولاړه شي.

هغه د برتانیې سکای نیوز ته وویل، "مونږ به خپله ساه نیسو او د هغې وروستې الوتکې په اړه به فکر کوو او دا به د هغو زړولو کسانو لپاره تر ټولو لوی چلنج وي.

برتانیه به له افغانستان څخه خپل د تخلیې عملیات د شنبې یا خالي په ورځ پای ته رسوي خو وروستۍ الوتکه به یې د ځمکنیو ځواکونو تر سترګو لاندې له افغانستانه وځي.

د کابل په هوايي ډګر باندې د زیارت یا پنجشنبې د ورځې په بمي ځان وژونکي برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان وژل شوي دي.

پنټګان دا هم ویلي، چې په دغه برید کې ۱۸ سرتیري ژوبل شوي هم دي.‌

اکثره وژل شوي افغانان په خوسا نالۍ کې پراته وو او طالب چارواکي وايي، چې لږ تر لږه ۲۰۰ ملکي کسان ژوبل شوي هم وو.

داعش په خپل اماق خبري رسنۍ باندې د برید پړه منلې ده. دا د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ میاشتې راهیسې د امریکايي جګړیزو ځواکونو لومړنۍ قرباني وه.

د پنټګان د مرکزي قوماندې مشر جنرال کېنېت مکینزي وويل، دی فکر کوي چې داعش د بل برید هڅه کوي.‌ هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل،

"مونږ باور لرو چې دا د هغوی هیله ده چې داسې بریدونو ته دوام ورکړي. او مونږ هر څه کوو چې تیار اوسو."

د جمعې په ورځ امریکا د داعش په پلان جوړونکي باندې د ډرون برید کړی.

د امریکا د مرکزي قوماندې لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې "د امریکا پوځي ځواک د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د داعش پر پلان جوړونکي باندې برید کړی. د ډرون دغه برید په ننګرهار کې شوي."

د پنټګان ویاند بېل اربن ویلي، "لومړنۍ نښې ښيي چې مونږ خپل هدف په نخښه کړی. مونږ پوهېږو چې ملکي مرګ ژوبله پکې نشته."

دغه برید یواځې یوه ورځ وروسته له هاغې وشو چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه وکړه چې د کابل د هوايي ډګر د برید غچ به اخلي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG