لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خليلزاد: طالبان له آزمایښت سره مخامخ دي افغانستان به خوندي او نیکمرغه راتلونکي ته ورسوي؟


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پوښتنه راپورته کړې په افغانستان کې "طالبان اوس له یوه آزمایښت سره مخامخ دي. آیا دوي به خپل هیواد داسې یوې خوندي او نیکمرغه راتلونکي ته ورسوي چې پکښې ټول وګړي، نارینه او ښځې، له خپلو توانمندیو کار واخلي؟".

نوموړي په ټويټر بله پوښتنه هم راولاړه کړې او ویلي يې دي، "آیا افغانستان به وکولای شي چې د خپلو بیلابیلو کلتورونو، تاریخونو او دودونو ښکلا او ځواک نړۍ ته وړاندې کړي؟".

خليلزاد ويلي په افغانستان کې زمونږ (امریکا) جګړه ختمه شوه او زياته کړې يې ده "دغې اوږدې جګړې امریکایان او افغانان له ډیرو اړخونو، ښه او بد، اغیزمن کړي".

خليلزاد دا خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل اود افغانستان زياتره برخې نيولي دي.

او د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) اعلان کړی چې په افغانستان کې يې ماموريت (مشن) سر ته ورسېدو، او د کابل نه د امریکا وروستۍ الوتکه د کابل په وخت د 30 او 31 اګست په منځنۍ شپه پورته شوې ده.

دغه خبره د امریکې د سېنټکام مشر جنرل مېککنزي د ويډيوي لنک د لارې کړې چې د افغانستان څخه د وتلو او د 20 کالو ماموريت پای ته ورسېد.

د طالبانو د کابل نيولو وروسته داسې ويل کيږي چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو خبرې روانې دي، خو په دغه اړه طالبانو تراوسه کومه ختمي خبره نه ده کړې چې کوم ډول حکومت به جوړوي.

په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې میشل بېچلې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته حالاتو باندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي وو کره او باوري رپوټونه یې تر لاسه کړي چې طالبانو د بشري حقونو سنګینې سرغړونې کړې دي.

مېرمن میشل بېچلې د اګست په 24مه د پاکستان او اسلامي همکارۍ د سازمان په غوښتنه په جېنېوا کې جوړې شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا بیړنۍ غونډې ته ويلي ، طالبانو په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې عام خلک په بیړنۍ توګه په دار کړي او پر ښځو یې بندیزونه لګولي.

مېرمن بېچلې له ښځو سره د طالبانو چلند "بنیادي‌ سره کرښه" بللې او ویلي یې دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې ښځو ته د حقونو ورکولو په اړه خپلې ژمنې په عملي توګه ثابتې کړې.

طالبانو په سمدستي د ملګرو ملتونو د دغو اندېښنو او د عامو خلکو د اعدامونو او بشري سرغړونو په اړه څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې دا ډول دعوې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG